د افغان سولې لپاره د بلې سیمه ییزې اجماع غوښتنه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېر کوچني اختر کې درې ورځنی اوربند چې طالبان او امنیتي ځواکونه یې سره یو ځای کړل.
    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي لندن

امريکايۍ نېشنل انټرېست مجلې ليکلي افغان سوله يوې نوې سيمه ييزې اجماع ته اړتيا لري.

مجله وايي سره له دې چې طالبان له افغان حکومت سره له مخاخ خبرو انکار کوي خو په واقعبينانه ډول د دوى له لوري له پوځي لارې د کابل د نيولو شونتيا نشته.

مطلب وايي د افغان جگړې پېچلو کورنيو او بهرنيو اړخونو ته په پام سره د سوله ييز حل پر وړاندې پرتې ننگونې کم ارزښته نشي گڼل کېدى.

مجله وايي د سولې لپاره داسې ټيک هماغسې اجماع پکار ده چې په ٢٠٠١ م کال کې د طالبانو د پرځولو لامل شوه، يوه نوې داسې اجماع چې سيمه ييز او نړيوال ځواکونه پر نيابتي جگړې له پانگونې وگرځوي.

مجله وايي يو موټى مشرتابه او سولې لپاره د افغانستان د ملي يوالي حکومت ټول شموله اجنډا شي طالبانو او سيمه ييزو هېوادونو سره د خبرو د يوۀ اړخ په توگه پر حکومت باور ډېرولی شي.

ورځپاڼه وايي د جگړې ختمولو لپاره په امريکا او افغانستان کې د ولسي ملاتړ کچه ډېره لوړه ده.

د ليکوال په باور افغانستان کې د ښکېلو غاړو گټه د دغه هېواد په ثبات کې ده نو د ملگرو ملتونو امنيت شورا دې داسې يو نوى بهير پيل کړي چې افغانستان کې د امريکا، روسيې او چين گټې سره وتړي.

پر پاکستان د طالبانو تکیا کمېدلو سره هند ته ښه چانس

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

ډيپلوماټ مجلې "هند بايد افغانستان کې د خپلې تگلارې موخو ته بيا کتنه وکړي" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

ورځپاڼه وايي افغانستان د هند د ملي امنيت په رادار کې لوړ ځاى لري.

د افغانستان حالات د هند پر گټو مخامخ او نامخامخ اغيز لري.

ليکوال وايي افغانستان کې د حکومت کمزوري د کشمير جگړې لپاره د وسلوالو د برابرولو زمينه برابرولى شي:

"بل پاکستان د طالبانو او حقاني ډلې له لارې د افغانستان پر سياست اغېز شندلی شي چې طالبانو دا راز ويناوې چې گواکې پاکستان ورباندې خورا ډېر اغېز لري رد کړي دي".

ليکوال وايي هند تر اوسه د بشري او پراختيايي مرستو له لارې خپلو امنيتي موخو ته د رسېدو هڅه کړې چې په برلاسۍ او امنيت اغېز موندلو کې يې ډېره گټه نه ده کړې.

مجله افغانستان کې روانو حالاتو او له طالبانو سره د امريکا خبرو او هغو سره د زلمي خليلزاد کتنې ته اشاره کوي او پوښتي ايا د دې مهال را رسېدلى چې هند له طالبانو سره اړيکي ټينگ کړي.

ورځپاڼه وايي که هند غواړي دا اقدام وکړي نو تر ټولو ښه وخت همدا دى ځکه اوس د طالبانو پر يوه لوبغاړي (اشاره يې پاکستان ته ده) د تکيې کچه خورا زياته ټيټه ده.

نيويارک ټايمز:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکايي ځواکونه دا مهال د افغان سرتېرو د روزنې او سلام مشورې رول لري.

نيويارک ټايمز ليکلي، سره له دې چې پنټگان وايي افغانستان د امريکايي ځواکونو دنده اوس پر سلا مشورو او روزنه ورټوله ده، اوس هم هغوى ځينې هغه دندې ترسره کوي چې وړاندې يې دغه هېواد کې د ١٠٠ زرو بهرنيو سرتېرو د شتون پر مهال تر سره کولې.

ورځپاڼې د روانې مياشتې په اوږدو کې د يوه امريکايي سرتيرې وژنې ته اشاره کړې چې د گرمسير په بازار کې د گزمې پر مهال يوه چاودنه کې وژل شوى.

ورځپاڼه وايي د دغه سرتېري وژل کېدل په منفي ډول افغانستان کې د امريکا اوږدمهالي جضور ته پام اړوي.

د ليکوال په باور سره له دې چې امريکا اوس له طالبانو سره د سولې د خبرو پلوې ده خو طالبان د تاوتريخوالي په مټ د ټينگوالي او اغېز لرلو ننداره وړاندې کوي.