ملي امنیت شورا: د افغان جګړې خصوصي کولو اجازه نه ورکوو

امریکايي پوځيان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جګړې د خصوصي کولو بحث په افغانستان کې دننه د ډېرو سیاسي خواوو له کلکو مخالفتونو سره مخ شوی دی او مدني فعالانو او ټولنیزو سازمانونو د دې کار د ناوړو پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

په داسې حال کې چې د بشري حقونو نړیوالې څار ډلې په افغانستان کې د جګړې پر خصوصي کولو اندېښنه اورولې، د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، په هېڅ ډول شرایطو کې به اجازه ورنه کړي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه خصوصي او د سوداګرۍ بڼه خپله کړي.

د ملي امنیت شورا له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د قوانینو په چوکاټ کې د اسلامي ارزښتونو، ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او له خپلو ټولو هېوادوالو د ساتنې مسوولیت او صلاحیت لري."

د ویناپاڼې پربنسټ: "د افغانانو په مشرۍ او د نړیوالو متحدینو په مرسته به له ترهګرۍ سره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مبارزه دوام ولري. د افغانستان دولت او خلک به په هېڅ ډول شرایطو کې اجازه ورنه کړي چې له ترهګرۍ سره مبارزه خصوصي او د سوداګرۍ بڼه خپله کړي."

"د جګړې خصوصي کول، که افغانانو ته د خطر زنګ"

د بشري حقونو نړیوالې څار ډلې په افغانستان کې د جګړې پر خصوصي کولو اندېښنه اورولې ده.

د دغې ډلې په وینا، که دا کار وشو، د ولسي افغانانو ژوند به لا ډېر له خطر سره مخامخ شي.

د څار ډلې - هیومن رایټز واچ دا ارزونه د یوه خصوصي امریکایي شرکت "بلک واټر" د مشر ددې هڅو په غبرګون کې شوي چې غواړي سپینه ماڼۍ قانع کړي د منظمو عسکرو پر ځای د افغانستان جګړه دوی ته وسپاري.

مخکې ولسمشر اشرف غني هم په یوه کلک غبرګون کې افغانستان ته د هغه چا له ورتګ سره مخالفت ښودلی، چې ده جنګي اجیران وبلل.

د بشري حقونو نړیوالې څار ډلې په خپل تر ټولو وروستي رپوټ کې د امریکا د متحده ایالتونو او افغان حکومته غوښتنه کړې چې د داسې طرحو مخنیوی دې وکړي چې د ملکي خلکو د حقونو ترپښو لاندې کول ګړندي کوي او د افغانستان اوسني لړزانده قضايي نظام ته زیان رسوي.

ایرېک پرنس چې خور یې بتسي دواس د امریکا د متحده ایالتونو د پوهنې وزیره ده، له څو میاشتو راهیسې هڅه کړې چې د دغه هېواد ولسمشر ډونلډ ټرمپ قانع کړي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې اداره قراردادي پوځ ته وسپاري.

ښاغلي پرنس ویلي چې ډونلډ ټرمپ او د امریکا خلک د افغانستان له اوږدې جګړې ستړي شوي او د ده له طرحې سره سم قراردادیان کولی شي په افغانستان کې د اوسنیو امریکايي او ناټو ځواکونو ځای ونیسي.

په دې وروستیو یرېک پرنس د افغانستان له خصوصي ټلویزیون طلوع سره مرکه کې د ده شخصي امنیتي کمپنۍ ته د افغانستان د جګړې د سپارلو له هڅو دفاع کړې وه.

هغه افغان کتونکو ته ډاډ ورکړ چې که طرحه یې ومنله شي دی د پوځي قراردادیانو په ګومارلو یوازې په شپږو میاشتو کې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

ایریک پرینس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ښاغلي پرینس د طرحې له مخې، که د ټولو امریکايي او ناټو پوځیانو پرځای ۶۰۰۰ قردادیان او ۲۰۰۰ ځانګړي ځواکونه وګومارل شي، نو هم به لګښتونه راکم شي او هم به هغه څه ترلاسه شي چې په تېرو ۱۷ کلونو کې د ناټو او امریکايي ځواکونو نه دي ترلاسه کړي.

ایرک پرینس یو کال مخکې هغه وخت چې ولسمشر ټرمپ واک ته ورسېد دغه طرحه وړاندې کړې وه چې په افغانستان کې دې د چارو واګي شخصي امنیتي کمپنیو ته وسپارل شي خو ولسمشر ټرمپ دې طرحې ته پام ونه کړ.

هغه د ملي امنیت د ډلې چې د دفاع وزیر جمیز میتس، د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ریکس ټیلرسن او د ملي امنیت پخوانی سلاکار مک ماسټر پکې شامل وو مشوره ومنله.

د جګړې د خصوصي کولو بحث په افغانستان کې دننه د ډېرو سیاسي خواوو له کلکو مخالفتونو سره مخ شوی دی او مدني فعالانو او ټولنیزو سازمانونو د دې کار د ناوړو پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

افغان ولسمشر محمداشرف غني هم دوه ورځې وړاندې له دې طرحې سره خپل مخالفت څرګند کړ او ویې ویل، هغه کار چې پخپله افغانان یې کولی شي بل هېڅ بهرنی جنګیالی یې نه شي کولی او دی به دې کار ته اجازه ورنه کړي.