"که افغانستان ویجاړول غواړئ اجیر سرتیري ور واستوئ"
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, بي بي سي، لندن
ټایمز

د عکس سرچینه، Getty Images
برتانوۍ ورځپاڼې ټایمز په یوه راپور کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته به د هغه پلان په اړه معلومات ورکړل شي چې د بدنامې امنیتي خصوصي کمپنۍ بلک واټر د بنسټ ایښودونکي له خوا جوړ شوی.
د دغه پلان له مخې وړاندیز شوی چې افغانستان ته د خصوصي امنیتي کمپنۍ سرتیري واستول شي.
ورځپاڼه زیاتوي ایریک پرنس ویلي دی تمه لري چې ښاغلي ټرمپ یې وغواړي او د افغانستان د جګړې په اړه د ده وړاندیز له ده په خپله واوري.
خو همدې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې خبرداری ورکړی چې خصوصي سکتور ته د افغان جګړې سپارل به یو سیاسي او پوځي ناورین وي.
ورځپاڼه په دې باور ده چې د جګړې خصوصي کول څو لوی خطرونه لري، لومړی دا چې د خصوصي کمپنیو پر جنګیالیو کنټرول نه وي او اټکل نه شي کیدای چې دغه سرتیري به څه ډول جګړه پرمخ وړي.
ورځپاڼه زیاتوي تر ټولو جدي اندیښنه دا ده دغه ډول یو ګام به په افغانستان کې جدي مخالفتونه رامنځته کړي او ان د حکومت ملاتړي به هم د دا ډول یوه ګام په وړاندې ودریږي.
ورځپاڼه زیاتوي د دا ډول یوه ګام پایلي تاریخ ثابتې کړې دي.
نیشنل انټریسټ:

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي خپرونې نیشنل انټریسټ هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی که افغانستان ویجاړول غواړئ اجیر سرتیري واستوئ.
د مطلب لیکوال Molly Dunigan زیاتوي چې افغانستان ته د جګړې لپاره د خصوصي امنیتي کمپنیو د سرتیرو استول د حل مناسبه لار نه ده .
په مطلب کې وړاندې ویل شوي چې په عراق کې د امریکا له خوا د امنیتي خصوصي کمپنۍ ګومارل ښې پایلې نه لري.
لیکوال دوه سرویګانو ته اشاره کوي چې د عراق په تړاو شوې دي.
د یوې پایله ښيي چې امریکايي سرتیري د خصوصي سرتیرو له کړنو خوښ نه دي دوی ویلي دوی کله کله داسې څه کول چې اړتیا یې نه وه او ګواښوونکي وو.
بله سروې چې د عراق په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له کارکوونکو پکې پوښتل شوي، پایلې یې ښيي چې د خصوصي کمپنیو سرتیرو د عراقیانو د کلتور او ټولنې حساسیتونه نه شو درکولی.
دي هند:

د عکس سرچینه، Getty Images
هندۍ ورځپاڼې دي هند د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ یو بل د ګواښلو په اړه اندیښنه ښودلې ده.
دغې ورځپانې په خپله سرمقاله کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ څرګندونو او په ځواب کې یې دشمالي کوریا ګواښ ته اشاره کړې ده.
خو ورځپاڼه د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجې د هواري لپاره پر نړیوالو پڅو هلو ځلو نیوکه کوي.
د ورځپاڼې د لیکنې له مخې، د دوو داسې هېوادونو ترمنځ چې ا اتومي وسلې لرې د کشمکش د کمولو لپاره د پام وړ هڅې نه کیږي.








