اردوغان جرمني کې د اروپا لوی جومات پرانیست
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اروغان د جرمني کولن ښار کې، چې ډېر ترکان پکې اوسېږي، د اروپا یو لوی جومات پرانیست.
ښاغلي اردوغان دا جومات جرمني ته د درې ورځني رسمي سفر په اوږدو کې پرانیستی.
ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال تر ناکامې پوځي کودتا وروسته د ترکیې او جرمني ترمنځ اختلافونه وروسته تر هغه ډېر شول، چې انقرې ګڼ کسان ونیول.
د دواړو هېوادونو مشران له دوو کلونو راهیسې پخپلو کې د څپ څپانده اړیکو د ښه والي هڅه کوي، خو د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل څو ځلې ویلي، چې له ترکیې سره د مدني حقونو او نورو مسلو په اړه "ژور اختلاف" لري.
جرمني چارواکو په کولن ښار کې د جومات د پرانیستلو لپاره ټینګ امنیت نیولی و.

د عکس سرچینه، Reuters
د دې جومات کمپلکس چې جوړښت یې بې ساری بلل شوی د غونډو تالار، د نندارتون لویه خونه، کتابتون او د زدکړې یو مرکز هم لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا جومات پر شپږ زره متره مربع ځمکه جوړ شوی او په جومات کې یې په یوه وخت کې ۱۲۵۰ لمونځ کوونکي ځايېدلی شي.
د دې کمپلکس ودانۍ یوه جرمني انجینر ډیزاین کړې ده، چې د اسلامي معمارۍ ترڅنګ د عصري ودانیو جوړښت یې هم په پام کې نیول شوی دی.
د جومات د چت او دېوالونو یوه زیاته برخه له ښیښو جوړه شوې ده. دوه منارې لري خو لکه د نورو جوماتونو د دودیزه منارو په شان نه دي.
د پرانیستې پرمهال د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له هغو جرمنیانو او سیاستوالو مننه وکړه چې ددې پروژې ملاتړ یې کړی دی:
"کله چې موږ ددې جومات د بنسټ ډبره کېښودله، ځینو تنګ نظرو مخالفت وښوده او اعتراضونه یې وکړل، خو ډېرو جرمني سیاستوالو او جرمنیانو ددې پروژې ملاتړ وکړ. زه د ترکیې د ولسمشر په توګه له هغوی مننه کوم."
په کولن ښار کې د ترکیې د ولسمشر ګڼ شمېر پلویان او مخالفین راټول شوي وو.

د عکس سرچینه، EPA
د ترکیې پر ولسمشر له دې امله نیوکې کېږي چې د ۲۰۱۶ کال د ناکامې کودتا په پایله کې یې سیاسي مخالفین وځپل او په دې سره یې بشري حقونو تر پښو لاندې کړل.
ترکیې د رجب طیب اردوغان سفر د داسې یوې هڅې په سترګه کتل کېږي چې دواړه لوري غواړي خپلې له کړکېچه ډک اړیکي بېرته ورغوي.
د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره له لیدنې وروسته ښاغلي اردوغان په یوه خبري غونډه کې وویل، جرمني دې د د ۲۰۱۶ کال ناکامې کودتا اړوند قضیو په څېړلو کې د ترکیې د قضاء د خپلواکۍ په اړه شک نه کوي. مېرمن میرکل وویل دواړو هوکړه وکړه چې دوه اړخیزه اړیکي به پراخوي په تېره د سوداګرۍ په برخه کې.









