امریکا له فلسطیني کډوالو سره خپله مرسته ودروله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، امریکايي ادارې د فلسطیني کډوالو چارو لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې (اونروا) ته یې هر ډول بسپنه ورکول درولي. دې ادارې منځني ختیځ‌ کې د څه باندې پنځو میلیونو فلسطیني کډوالو لاسنیوی کاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې هیدر نارټ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "ادارې دا مسله ارزولې ده او دې پایلې ته رسېدلې چې امریکا به نور له اونروا سره مرسته نه کوي."

دغې ویاندې د کډوالۍ چارو پر ادارې کلکه نیوکه کړې ده چې په وینا یې "داسې نیمګړتیاوې پکې دي چې هېڅ د اصلاح وړ نه دي."

په تېره جنورۍ میاشت کې امریکا اعلان وکړ چې دنژدې نیمايي فلسطیني کډوالو له تمویله به لاس واخلي.

په مقابل کې،‌ د فلسطین د ازادۍ غورځنګ اجراییوي جرګه ګۍ مشر صائب عریقات د امریکا پر دې پرېکړې نیوکه کړې او دا یې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له قوانینو ښکاره سرغړاوی بللی.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د امریکا دا پرېکړه په هر حالت غندو،‌ امریکا ته نه ښايي چې اونرورا لغوه کړي،‌ ځکه چې دا اداره د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له خوا د ۱۹۴۹ کال د ۳۰۲ فرمان پربنسټ جوړه شوې ده.‌"

دې ادارې په اردن،‌ لبنان،‌ سوریه او فلسطیني خاوره کې د پنځو میلیونو کسانو مرسته کوله او دوی ته یې روغتیايي، تعلیمي او ټولنیز خدمات وړاندې کول.

اونروا به ۱۹۴۸ کال د عرب - اسراییلي شخړې پایله کې رامنځ ته شوه چې له فلسطیني کډوالو سره مرستې او کار موندلو ته یوه سرچینه ومومي.‌

دې ادارې عملاً په ۱۹۵۰ کال کې کار پیل کړ.‌

له یادې ادارې سره د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو له خوا مرسته کېږي.

امریکا یې تر ټولو لوی مال‍ي ملاتړې وه،‌ یوازې په ۲۰۱۶ کال یې له دې ادارې سره ۳۶۸ میلیون ډالر مرسته کړې وه.

وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس ویلي وو، هېواد یې په دې اداره کې د مرستې ونډه ډېروي.

وروسته له هغه چې ښاغلي ټرمپ بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژاند، د فلسطین کورواکې ادارې یې په غبرګون کې وویل، نوره امریکا د فلسطین او اسراییل د کشالې په هواري کې د منځګړي په توګه په رسمیت نه پېژني او له امریکا سره یې په دې اړه خپلې اړیکې وځنډولې.

امریکا د فلسطین د دغه چلند په غبرګون کې د ملګرو ملتونو مرسته رسوونکي بنسټ سره د فلسطین لپاره کېدونکې مرسته وځنډوله .