امریکا پر فلسطینیانو تر نیمايي ډېره مرسته وځنډوله

د امریکا متحده ایالتونو هغه ۱۲۵ میلیون ډالري کلنۍ مرسته چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې له لارې یې فلسطنیي کډوالو ته ور کولې، تر نیمايي ډېره کمه کړې ده.

پر فلسطیني کډوالو د امریکا مرسته وروسته هغه له نیمايي زیاته کمېږي چې د امریکا د ولسمشر له خوا د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د په رسمیت پېژندلو له امله د متحده ایالتونو او د فلسطین د کورواکې ادارې ترمنځ اړیکي خړ پړ شول.

تېره ورځ د جنورۍ ۱۶مه د امریکا دولت اعلان وکړ چې له فلسطیني کډوالو سره د مرستې په پار د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته یوازې ۶۰ میلیون ډالره ور کوای شي او پاتې ۶۵ میلیون ډالره به د یو لړ ملاحظاتو تر ارزونې پورې نه ور کول کېږي.

د امریکا ولسمشر وړاندې د فلسطین کورواکي ادارې ته ګوتڅنډنه کړې وه که په منځني ختیځ کې د امریکا د سولې هڅو ته شا کړي، نو مالي مرستې به پرې بندې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره د امریکا مالي مرسته د دې ادارې له خوا له فلسطینیانو سره د کېدونکې مرستې ۳۰ سلنه جوړوي.

ملګري ملتونه دغه مرستې پر هغو فلسطینيانو وېشي چې ځمکې یې اشغال او کډوال شوي دي.

تر امریکا وروسته د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې بله ستره مالي ملاتړې اروپايي ټولنه ده.

سپینه ماڼې پر فلسطیني کډوالو خپلې مرستې پر داسې مهال کموي چې دوه ورځې وړاندې د فلسطین د کورواکې ادارې رهبر محمود عباس وویل، د امریکا له خوا د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس پېژندل د (پېړۍ څپېړه) ده.

نوموړي پخپلو خبرو کې زیاته کړه، په منځني ختیځ کې به د امریکا له خوا د سولې ټول وړاندیزونه رد کړي.