تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سندرغاړو له فلسطین نه د ملاتړ په موخه اسراییلو کې خپل کنسرتونه لغوه کړي
د نیوزیلنډ مشهوره سندرغاړې لرد وايي، داسې یو لیک یې د خپلو مینه والو له خوا تر لاسه کړی چې له امله به یې په اسراییلو کې خپل کنسرټ ترسره نه کړي.
دا لیک د یو یهودي او یو فلسطیني لخوا لیکل شوی چې پکې راغلي، اسراییل کې د دې ډول کنسرټ جوړول د اسراییلو په لاس د فلسطین د اشغالولو د ملاتړ په معنا دي.
د دغې نیوزیلنډۍ سندرغارې کنسرت ښايي د جون په میاشت کې ترسره شي.
په دغه لیک کې د لرد دوو مینه والو ترې غوښتي چې په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي.
جاستن سکس چې یو یهودي دی او نادیا ابو شنعب چې یو فلسطیني دی ویلي، په تل ابیب کې د دې ډول کنسرټ جوړول د خلکو ترمنځ بېلابېل ناسم تعبیرونه خپروي.
هغوی ویلي، که لرد په دې کنسرټ کې سیاسي اړخ ته هېڅ نظر هم و نه لري، خو بیا هم دا کنسرټ د اسراییلو له سیاست نه د حمایت په معنا دی.
دې نیوزیلنډۍ سندرغاړې له خپلو مینه والو مننه کړې چې په وینا یې د هغوی ټولو نظرونو ته به پام کوي.
له دې مخکې هم ډېرو سندرغاړو له فلسطین نه د ملاتړ په موخه په اسرییلو کې خپل کنسرټونه لغوه کړي دي.