امریکا پر غزه او لوېديځه تړانګه ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته وځنډوله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په غوښتنه یې له غزې او لوېدیځې تړانګې سره کېدونکې ۲۰۰ میلیون ډالره اقتصادي مرسته ځنډولې ده.

څو میاشتې وړاندې هم امریکا له فلسطین سره د ملګرو ملتونو له لارې کېدونکې ۶۵ میلیون ډالره مرسته ځنډولې وه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه پرېکړه یې تر ارزونو وروسته کړې ده.

د امریکا او فلسطین ترمنځ اړیکې د ډونلډ ټرمپ له ولسمشر کېدو راهیسې مخ په سړېدو دي؛ په ځانګړي ډول چې ښاغلي ټرمپ بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د لېږدولو پرېکړه وکړه، دواړه هېوادونه په ښکاره لانجو ګونجو کې سره کېوتلي دي.

وروسته له هغه چې ښاغلي ټرمپ بیت المقدس د اسراییل د پلازمېنې په توګه په رسميت وپېژاند، د فلسطین کورواکې ادارې یې په غبرګون کې وویل، نوره امریکا د فلسطین او اسراییل د کشالې په هواري کې د منځګړي په توګه په رسمیت نه پېژني او له امریکا سره یې په دې اړه خپلې اړیکي وځنډول.

امریکا د فلسطین د دغه چلند په غبرګون کې د ملګرو ملتونو مرسته رسوونکي بنسټ سره د فلسطین لپاره کېدونکې مرسته وځنډوله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ جمعه د اګسټ ۲۴مه، اعلان وکړ، پتېیلې یې ده له فلسطین سره کېدونکې ۲۰۰ میلیون ډالر مرسته په بل ځای کې چې "بېړنی لومړیتوب لري" ولګوي.