۷۲ ساعتونه؛ "په څلورو ولایتونو کې ۲۰۰ سرتېري وژل شوي"

د عکس سرچینه، SHAHHUSSAIN MURTAZAWI/FACEBOOK
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په غزني، فاریاب او د افغانستان ځینې نورو سیمو کې د جګړې په تړاو لیکلي، په تېرو درېوو ورځو کې په څلورو بېلابېلو ولایتونو کې کابو ۲۰۰ افغان سرتېرو خپل ژوند له لاسه ور کړی دی.
خو د ورځپاڼې په وینا تر ټولو سخته جګړه په غزني کې روانه ده او وايي چې شاوخوا ۱۰۰ سرتېري پکې وژل شوي دي.
ورځپاڼې ویلي، که غزني د طالبانو لاس ته ولوېږي، نو د هغوی لپاره به لوی بری وي، ځکه د پلازمېنې کابل سره به د جنوبي ولایتونو اړیکې پرې کړي.
د هرالډ ویک ورځپاڼه
امریکايۍ د هرالډ ویک ورځپاڼې ازبکستان کې له ازبک چارواکو سره د طالب پلاوي پر لیدنه لیکنه خپره کړې ده.
ورځپاڼه وايي، ازبکستان لپاره افغانستان کې د داعش حضور ځکه د اندېښنې وړ دی چې سلګونه غړي یې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ پخواني غړي دي.
ورځپاڼې لیکلي، تېر کال داسې رپوټونه هم مخې ته راغلل چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د وژل شوي مشر طاهر یولداش زوی هم په افغانستان کې د داعش د نفوذ د پراختیا لپاره کار کوي.
طاهر یولداش په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټې الوتکې په برید کې وژل شوی و.

د عکس سرچینه، Getty Images
عرب نیوز
عرب نیوز ورځپاڼې د زده کوونکو له لوري د مسلک غوره کولو په تړاو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼه وايي، زده کوونکي باید د مسلک په غوره کولو کې بېړه ونه وکړي.
د مطلب لیکوال یو ښوونیز پروګرام ته د ورغلیو ماشومانو په اړه شوې څېړنې ته اشاره کوي او وايي، دغه ماشومان چې هلته ښوونیز پرواګرام ته تللي وو، ۸۵ سلنو یې وار دمخه پتېیلې وه چې څه غواړي وکړي.
د ورځپاڼې په خبره، ډېرو غوښتل ډاکټران شي.
ورځپاڼه وايي، څېړنو ښودلې چې ډېر شمېر زده کوونکو خپل مسلک د کورنۍ په خوښه ټاکي یا په دغه ټاکنه کې د هغوی د میندو او پلرونو اغېز زیات وي.
مطلب کې راغلي، تر هغه باید زده کوونکي د مسلک غوره کولو لپاره زړه ښه نه کړي، چې ډېره مطالعه یې نه وي کړې او لږ تر لږه له دولسم ټولګي فارغ شوي نه وي.








