د سوریې برید له قانوني اړخه

د عکس سرچینه، Getty Images
د سوریې پر خلاف د امریکا، برتانیا او فرانسې د برید تر شا توجیه دا وه چې د کیمیاوي وسلو د کارولو نړیوال مخنیوی وشي او د ولسمشر اسد د کیمیاوي وسله کوټ له منځه یوسي او په راتلونکي کې د سوریې ملکیان له دغه ډول ګواښه خلاص شي.
د برتانيا لومړۍ وزیرې تیریزا مې دلیل راوړ چې هېواد يې تل د نړیوالو اصولو د دفاع لپاره او د ملي ګټو په موخه دغه ډول ګامونه اخیستې، خو وروسته یې د دغه عملیاتو د قانوني جنبې په موخه دا وویل چې د برید موخه د سوریې د عامو خلکو خوندیتوب و.
له قانوني پلوه که د کیمیاوي وسلو پر خلاف نړیوال قانون په زوره پلی کېږي، دا به نړۍ د ملګرو ملتونو له منشور مخکې وخت ته وروګرځوي. دغه منشور دولتونو ته اجازه ورکوي چې د ځان د دفاع لپاره له قوته کار واخلي، په دې مانا چې د وګړو د ژغورلو لپاره کولی شي حالت په لاس کې واخلي.
د نړیوال امنیت د پراخو موخو په خاطر هم ځواک کارېدی شي. خو دا ټول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هوکړې ته اړتیا لري.
دا جوړښت هڅه کوي د هغو هېوادونو د امنیت په موخه چې تر ګواښ لاندې وي، یا سملاسي تر برید لاندې وي، یوازې او یوازې د اړتیا په وخت کې د ځان د دفاع لپاره وکولی شي له ځواک کار واخلي نه دا چې د ځواک کارول ورته د نړیوال سیاست یوه وسیله وګرځي.
له همدې کبله، نړیوال قانون له ۱۹۴۵ څخه نظامي برید د یوه عمل په غبرګون کې سم نه بولي - که یوه دولت ته د سبق ورکولو لپار هم وي، ځکه ځوابیه برید قانوني اړخ نه لري، خو که دولتونه د نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوي او دغه ډول برید یې بېرته سمې لارې ته راوستلی شي، بیا شونی دی.
ځکه خو په ۱۹۸۱ کې اسراییل د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا وغندل شو چې په عراق کې یې په اوسیراک اتومي بټو برید وکړ. اسراییل ویل چې په راتلونکې کې دغه بټۍ کولی شوی د سترې ویجاړۍ راوستلو وسلو جوړېدو په کارخانه بدله شوې وی.
د امریکا لخوا په سودان کې د ۱۹۹۸ کال هغه برید چې د کیمیاوي وسلو کارخانه یې له منځه یووړه هم وغندل شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
په اوسني حالت که هغه درې هېواده چې دغه برید یې کړی (امریکا، برتانیا او فرانسه)، دوی دا ځان ته حق ورکړی چې سوریه د کیمیاوي وسلو د کنوانسيون څخه د سرغړونو په تور وګواښي. سوریه په ۲۰۱۳ کې د دې کنوانسیون غړې شوه.
خو په ختیځه غوطه کې د کیمیاوي وسلو له کارولو وروسته امریکا، برتانیا او فرانسې په ګټه پرې برید وکړ.
سوریې ته همدا ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۱۱۸ پریکړه لیک له مخې ټول هغه بندیزونه وړاندې شوي او ورته ویل شوي چې د کیمیاوي وسلو وسله کوټ باید له منځه یوسي. دا هغه څه دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې په مرسته تر لاسه هم شول.
خو په دې وروستیو کې څرګنده شوه چې ګواکې سوریې د ختیځې غوطې په دوما کې پر ملکي وګړو کیمیاوي وسلې کارولې وې. خو سوریې دا خبره تل رد کړې.
خو کله چې نړیوالو څېړونکو غوښتل سیمې ته د څېړونکي لپاره لاړ شي، نو سوریې اجازه ورنکړه. وروسته فرانسې وویل چې دوی اسناد ترلاسه کړي چې سوریې رښتیا هم ګاز کارولی.
نن د سوریې په بېلابېلو موخو د دغو دریو لویدیځو متحدینو له لوري توغندیز بریدونه وشول.










