تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
الجزایر کې پوځي الوتکه وغورځېده
د الجزایر رسنۍ وايي، د دغه هېواد پوځي الوتکه غورځېدلې او پکې سپاره ډېر کسان وژل شوي دي.
ویل کېږي الوتکه کې له دوو سوو ډېر کسان سپاره وو.
د نږدې سل کسانو وژل کېدل رپوټ شوي، خو ځايي رسنۍ وژل شوي کسان له دوو سوو ډېر ښيي.
ویل کېږي الوتکه له هوايي ډګر په پورته کېدلو پسې وغورځېده.
تلوېزوني رپوټونه وايي، د پېښې ځای ته ۱۴ امبولانس لېږل شوي او ټپيان یې سملاسي روغتون ته لېږدولي دي.
الوتکه پلازمېنې الجیر ته نږدې بوفاریک هوايي ډګر کې غورځېدلې ده.
دغه هوايي ډګر کې الجزایري پوځیان مېشت دي.
پلټنې
د دفاع وزارت د بیان له مخې، د الجزایر د پوځ لوی درستیز د دې پېښې په تړاو د پلټنې غوښتنه کړې ده.
هغه دا هم ویلي، چې ژر به د پېښې ځای ته ځان ورسوي.
څلور کاله مخکې هم د الجزایر یوه پوځي الوتکه غورځېدلې وه.
په هغه پېښه کې د پوځيانو او د دوی د کورنیو په ګډون ۷۷ کسان وژل شوي وو.