تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جاپاني خپل زوی ۲۰ کاله قفس کې ساتلی
د جاپان په سندا ښار کې پولیسو یو ۷۳ کلن سړی په دې تور نیولی چې خپل زوی یې څه باندې شل کاله پخپل کور کې د لرګیو په قفس کې ساتلی و.
دغه سړی یوستانه یاماساکي نومېږي او د دولتي رسنۍ اناچک د راپور پر بنسټ، ځکه یې خپل زوی بندي کړی و چې رواني ناروغي یې لرله او ورانی به یې کاوه.
د یوستانه یاماساکي زوی دمګړۍ ۴۲ کلن دی.
ښاغلي یاماساکي خپل زوی په داسې یوه قفس کې ساتلی و چې یو متر دنګوالی او دوه متره اوږدوالی لري.
د نوموړي زوی اوس د ملا کوپېدو ستونزه لري چې ځايي رسنۍ وايي، اوس تر درملنې لاندې دی.
یوه ځايي چارواکي چې کله د ښاغلي یاماساکي کور ته تللی و، نو د هغه د زوی د زنداني کېدو په پېښه یې اړوند چارواکي خبر کړي و.
له تېرو دوو ورځو ښاغلي یاماساکي د خپل زوی د زنداني کولو په تور له پولیسو سره بندي دی.
د چارواکو په خبره، ښاغلي یاماساکي خپل زوی له ۱۶ کلنۍ په قفس کې اچولی و.
ښاغلي یاماسکي د خپل زوی د زنداني کولو تور منلی او ویلي یې دي هغه ته یې پر خوراک او څښاک سربېره هره یوه ورځ وروسته د ځان وینځلو اجازه هم ور کوله.