تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان زنداني ماشومان، راتلونکی امنیتي ګواښ
- Author, نجما ځلا
- دنده, بي بي سي - کابل
د عدلیې وزارت اړوند د ترهګرۍ په تور زنداني ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ځینې ماشومان دومره سختدریځه شوي چې له ډېر کار وروسته یې هم په فکر کې بدلون نه راځي.
د افغانستان د عدليې وزارت په خبره، دمګړۍ د ترهګرۍ په تور له۲۰۰ څخه ډېر ماشومان د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې ساتل کېږي.
د افغانستان په ناامنیو کې پر بالغانو سربېره ډېره کله ماشومان هم ښکېل وي چې ښه بېلګه یې د اکټوبر په ۳۱مه د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې د ۱۳ کلن ماشوم له خوا د ځانمرګي برید تر سره کول و.
د وزیر اکبر خان مېنې په پېښه کې پنځه کسان مړه او ۲۲ نور ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې لوی مشر، محمد نجیب امان وايي، په ترهګریزو کړنو کې له ماشومانو ګټه اخیسته ډېره شوې ده:
" په وروستیو کې له موږ سره ثبت شوې پېښې ښيي چې په ترهګریزو پېښو کې له ماشومانو او زلمکیانو ګټه اخیستنه ډېره شوې ده."
۱۶ کلن عمران د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې څو میاشتې تېرې کړي، خو لا هم په پخوانی فکر کې بدلون نه دی راغلی او په افغانستان کې روانه جګړه روا بولي:
"زما په زړه کې دا ترس دی چې یو وطن باندې کفار اشغال وکړي کنه او ورسي نو هلته خو جهاد شته ولې نشته. وطن چې مطلق اشغال شې جهاد فرض عین دی."
عمران د دولت له وسله والو مخالفانو سره د اړیکو په تور نیول شوی دی.
زندان کې ترهګریز فکر
له پخوا ویل کیده چې په زندانونو او اصلاح مرکزونو کې توندلاري لا غښتلې کیږي.
دلته مې په اصلاح مرکز کې له یوه بل زنداني ماشوم سره خبرې کولې، ویې منله چې د دولت پر وړاندې د درېدو فکر ورته د اصلاح په مرکز کې پیدا شوی:
"زه غواړم په افغانستان کې اسلامي نظام رامنځته شي. اوس خو امریکا په افغانستان یرغل کړی، موږ باید د دوی پر وړاندې ودرېږو او ماته هم چې موکه په لاس راشي، جهاد ته ځم او د جهاد فکر همدلته په زندان کې راته پیدا شو ځکه پخوا په دې خبرو نه پوهیدم.
په اصلاح مرکزونو کې، توندلاري څنګه وده کوي؟
په کابل کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز یو مسوول احمد عظیم نوري وايي، د ماشومانو د نیولو پر مهال نه ځيرکتیا یې یو لامل دی:
"د بېلګې په توګه دلته موږ سره یو ماشوم له داعش سره د لاس لرلو په تور بندي و. یو نیم کال وروسته محکمې ورته وویل شول چې له زندانه خوشې کېږې، هغوی چې بې ګنا زندان یووړل شي، ښکاره ده چې عقده اخلي. "
درانده تورونه، سیمولیک کارونه
ارواپوه ضیاء شمس وايي توندلارۍ ته د هڅول شویو ماشومانو د اصلاح لپاره د افغان حکومت کارونه ډیر سطحي دي، ځکه خو د ترهګرۍ په تور د نیول شویو ماشومانو د فکر په بدلولو کې پاتی راغلی دی:
"د جګړې په اخوا کې ډېر منظم، سنجول شوي او هدفمند فعالیتونه روان دي، خو دېخوا یې په مقابل کې د دولت ټول فعالیتونه ډېر سطحي او پر واقعیتونو نابرابر دي."
د نوموړي په خبره د دولت وسله وال مخالفانو ترهګریزو کړنو ته د ماشومانو د هڅولو لپاره لومړی د هغوی په فکر کار کړی او بیا یې د عمل ډګر ته استولي، خو دولت یې پر وړاندې یوازې غبرګون ښيي.
هغوي په دې پوهیږي یو د کلي یو لس کلن ماشوم سره په کومو تکتیکونو و غږېږي او څنګه یې د جګړې ډګر ته راولي؟ خو دولت حتی نه دی توانېدلی چې د ښوونځي لس کلن ماشوم ته دا ور زده کړي چې پلاستیکونه پر لارو غورځول ښه کار نه دی.
د شنونکو باور دا دی چې د توند لارۍ له منځه وړلو لپاره تر هر څه مخکې د دغه فکر له سرچینو سره فکري مبارزه پکار ده او نه یوازې ماشومانو بلکې لویانو ته ور وښوول شي چې ترهګري او توندلاريتوب یې راتلونکی کواښلی شي.