تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سرې دیوي وروستي مراسم: مینه والو یې وروستی دیدن وکړ
۲۱ کاله مخکې په همدې ورځ، یانې د فبرورۍ پر ۲۸ مه د سرې دیوې (جدايي) یا بېلتون نومي فلم نندارې ته وړاندې شو او نن ۲۸ فبروري یې د هند ممبۍ کې وروستي مراسم تر سره شول.
وروستي دیدن ته یې زرګونه مینه وال ورغلي وو.
وروستیو مراسمو کې یې د خپل خپلوانو تر څنګ د بالیووډ مشهورو څېرو هم ګډون درلود.
د ممبۍ پر سړکونو د سرې دیوي مینه والو ګڼه ګوڼه لیدل کېږي.
ممثله مادهوري ډکشت له میړه سره یو ځای د سرې دیوي وروستیو مراسمو ته راغلې وه.
۵۴ کلنه سرې دیوي دوبۍ کې د لامبو ټب کې د ډوبېدو له کبله ومړه، لیور یې ممثل سنجې کپور وروستیو مراسمو کې لیدل کېږي.
ممثله ایشوریا رای بچن وروستیو مراسمو ته د ورتګ په حال کې.
د جیکلین فرنانډس په ګډون د بالیووډ یو شمېر ځوانو فلمي لوبغاړو هم مراسمو کې ګډون درلود.
ممثله روینه ټنډن تورو کالیو کې مراسمو ته راغلې وه.