تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سري دېوي د "تصادفي ډوبېدو"له امله مړه شوې
د دوبۍ د فورینزیک څېړنو رپوټ ښيي چې د هند د سینما د وتلې ستورې سري دېوي د مرګ لامل په اوبو کې تصادفي ډوبېدل دي. پر شنبه خپرو شویو رپوټونو کې ویل شوي ول چې د "د زړه حملې" له کبله مړه شوې.
سري دېوي ۵۵ کلنه وه او د یوه واده په مراسمو کې د ګډون لپاره له خپل مېړه بوني کپور او خپلې لور خوشي سره دوبۍ ته تللې وه.
د ګلف خبري اژانس وايي، د فورېنزیک څېړنو رپوټ د دوبۍ د پولیسو له خوا د سري دېوي کورنۍ او د هند کونسلګرۍ ته ورکړل شوی.
ورځپاڼه لیکي له دې سره به د سري دېوي د جسد په لېږد کې هم ځنډ راشي. ټاکل شوې وه چې نن هند ته ولېږدوله شي.
د دوبۍ د پولیسو په رپوټ کې د سري دېوي د مرګ لامل او نور مشخصات لیکل شوي.
د مړینې د لاملونو د موندلو وروستی رپوټ لا نه دی بشپړ شوی، چې په هغه کې به د نورو پوښتنو تر څنګ مخکیني "د زړه حملې" رپوټ او اوسنۍ موندنې ترمنځ تړاو ته هم ځواب وموندل شي.
سري دېوي په ۱۹۶۳کال د اګسټ په ۱۳مه د هند په تامل ناډو سیمه کې زېږېدلې وه او په ۱۹۷۸ کال کې فلمي نړۍ ته ورغله.
نوموړې کابو ۵ لسیزې د هند سینما کې مخکښ رول ولوباوه. ټولټال یې په ۳۰۰ فلمونو کې کار کړی چې وروستی فلم (مام) یې د هغې تر مړینې مخکې بازار ته راووت.