تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د سري دېوي سترګې راښکونکې وې"
- Author, وندنا
- دنده, بي بي سي، هندي
د باليووډ اوڅارې فلم جوړوونکې هدایت شېکر کپور یو ځل د سري دېوي په هکله ویلي وو، کله چې ما د سري دېوي د هوا هوايي سندره فلموله، نه پوهېدم له نژدې شوټ واخلم که له لرې. د هغې د څهرې اغیز ډېر وو او د هغه سترګې ډېرې زړه راښکونکې وې چې کله به دې وروکتل نو تا به ویل چې بس همدې ته ګوره د هغې نڅا ډېره زړه وړونکې وه او د هغه فلم یوازې له لرې اخیستل کېدای شوی.
سري دېوي د صدمه په فلم کې د یوې داسې نجلۍ رول لوبولی چې حافظه له لاسه ورکوي او کله چې یې حافظه بېرته فعالېږي، نو هغه اداکار کمل هاسن ته ګوري، کمل هاسن داسې کارونه کوي چې د هغه تېره حافظه بېرته راستنه شي.
په ۱۱ کلنۍ کې سري دېوي د مې تيلګو فلم کې د یوې ړندې نجلۍ رول لوبولی و. د سري دېوي د مشهورو فلمونو په ډله کې چاندي هم مشهور فلم دی. سري دېوي په بېلابېلو رولونو کې د کار کولو هنر درلود په لمحې فلم کې هغه له ځانه له ډېر عمر لرونکي سره مینه کړې او په مام فلم کې پر خپل لور د جنسي تېري کوونکو څخه د غچ اخیستلو لپاره راووځي.ې سري دېوي د مې تيلګو فلم کې د یوې ړندې نجلۍ رول لوبولی و. د سري دېوي د مشهورو فلمونو په ډله کې چاندي هم مشهور فلم دی. سري دېوي په بېلابېلو رولونو
سري دېوي د فلمونو نړۍ کې ۵۰ کاله پوره کړل. هغه څلور کلنه وه چې د فلم نړۍ راغله او په لومړي فلم کې یې د یوې وړې نجلۍ په رول کې کار کړی، هغه د تمل او تیلګو فلمونو کې وروسته سینما ته راغله.
د سري دېوي په اړه دا هم ویل کېږي چې هغه د هند سینما لومړنۍ سوپر سټار ښځه وه، کله چې هغه د فلم د نجلۍ په توګه په خپل لومړي فلم سولھوسال کې رول لوباوه، وزن یې ۷۵ کیلو ګرامه و او له هغه وروسته چې همت والا فلم کې راښکاره شوه، نو ورو ورو ټولو د خپلې ستورې په توګه ومنله.
د سري دېوي پلار وکیل و، پلار یې د هغې په ژوند کې ډېر مهم کس و، سري دېوي هر ډول کاميډي، اکشن، نڅا او ډارامې رولونو کې د کار کولو صلاحیت درلود.
د مسټر انډیا په فلم کې یې د چارلي چاپلین سندره د خلکو ترمنځ ډېره منلې ده او هغې ته به نڅا کې هېڅوک نه رسېدل د هغې نڅا په (هوا هوايې) کې، (زما په لاسونو کې نهه نهه بنګړي دي) (سترګو کې خوبونه)، او د (نګینه) فلم په سندرو کې لیدل کېدای شي.
سري دېوي په یوه مرکه کې ویلي وو، کله یې چې د نګینه فلم سندرې ثبتولې، نو ډېر خلک یې نندارې ته راغلي وو خلک په دېوالونو راختلي وو.ي په خپلې یوې مرکه کې ویلي وو کله یې چې د نګینه فلم سندرې ثبتولې نو ډېر خلک یې نندارې ته راغلي وو خلک په دیوالونو راختلي وو.
په لومړیو کې د هغې په غږ نیوکه کېده چې ګني د نورو غږونو په څېر دی، د هغې په ژوند کې ستر بدلون هغه وخت راغی چې هغې له بوني کپور سره د واده کولو پرېکړه وکړه، بوني کپور له هغه مخکې هم واده شوی و هغې له فلم جوړونکي بوني کپور سره په کال ۱۹۹۷ ډېر فلمونه جوړ کړل او د جدايي فلم نه وروسته د یو څه مودې لپاره له فلمونو لرې شول.
مګر په ۲۰۱۲ کال کې د انګلش ونګلش فلمو سره راستنه شوه داسې ښکارېده چې هغه د فلمونو څخه هېڅ لرې نه وه، په تېر ۲۰۱۷ کال کې د هغې د مام فلم ثبت شو چې دا یې وروستی فلم دی.