درندو ډزو سلګونه کشمیریان د کورونو پرېښودو ته اړ کړي

کشمیر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ترینګلتیا ددې میاشتې په لومړیو کې د هند پر یوه عسکرکوټ له برید وروسته ډېره شوه، چې شک دی اورپکو به کړی وي.

سلګونو ولسي وګړو د کشمیر د کنټرول لیکې له دواړو خواوو چې عملاً د هند او پاکستان ترمنځ پوله ده، له خپلو کورونو پښې سپکې کړې دي.

دا کار د شنبې په ورځ (د کب ۵) پر اوري تړانګه د توپونو له درندو ډزو وروسته شوی دی.

په بي بي سي کې د جنوبي اسیا د څانګې مدیره جیل مک ګیورینګ په خپل رپوټ کې لیکي، د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې پولیس وایي سلګونه ولسي وګړي چې د کنټرول لیکې ته څېرمه اوسېدل له خپلو مېنو تښتېدلي او اوس یې په ښوونځیو او حکومتي ودانيو کې ځانونه خوندي کړي دي.

د پاکستان غاړې ته هم خلک اېستل شوي دي. دا کار د دواړو هېوادو د توپچیانو ترمنځ له متقابلو ډزو وروسته شوی دی. دواړه لوري د تاوتریخوالي د دې وروستۍ ډېرېدنې پړه پر بلې غاړې اچوي.

د ویډیو تشریح، په ۲۰۱۷ کال کې په کشمیر کې د لسګونو ملکیانو وژل کېدل غبرګونونه راوپارول.

ترینګلتیا ددې میاشتې په لومړیو کې د هند پر یوه عسکرکوټ له برید وروسته ډېره شوه، چې شک دی اورپکو به کړی وي.

په هغه برید کې شپږ تنه وژل شوي وو. هند شک لري چې بریدګر ټوپکیان د پاکستان له خوا ساتل کېږي او پاسوالي یې کېږي. خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.