تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان: هغه مشکوک سړی څوک دی چې د اووه کلنې ماشومې وژنې شکونه پرې کېږي؟
- Author, عمر دراز ننګیانه او حنا سعید
- دنده, بي بي سي
له ۱۴ ورځو څېړنو وروسته د پاکستان پنجاب ایالت کې هغه مشکوک کس نیول شوی، چې له جنسي تېري وروسته د اووه کلنې زینب وژنې شکونه پرې کېږي. پولیس وايي، دغه سړی عمران علي نومېږي، چې قصور ښار کې د وژل شوې زینب په ګاونډ کې اوسېده او اوس د پنجاب ایالت له مرکزي ښار لاهور سره نژدې پاکپتن ښار کې نیول شوی دی.
د ماشومې زینب ماما زوی مزمل انصاري بي بي سي ته وویل، له عمران علي سره یې کومه خپلوي نه شته، خو پېژندګلوي یې ورسره وه.
دغه سړي په مذهبي مراسمو کې نعتونه ویل او کوم کاروبار یې نه درلود.
پولیسو د عمران علي اړوند یو کارت هم موندلی چې د نوموړي نوم پرې عمران علي نقشبندي لیکلی دی.
مزمل انصاري وايي، د عمران په اړه چم ګاونډ کې ویل کېدل چې کوچنیو غلاوو کې لاس لري.
د پولیسو یوه لوړ پوړي افسر د نوم نه څرګندولو په شرط وویل، د پوښتنو ګروېږنو بهیر کې عمران علي منلي، چې پر اتو ماشومانو یې جنسي تېری کړی او وژلې یې دي. پولیس افسر وايي دغه سړي به له جنسي تېري وروسته ماشومان وژل.
نوموړی وايي مشکوک سړي ویلي، چې جرمونه یې یوازې پخپل سر کړي دي. پولیس وايي د مشکوک کس ډي این اې بېلګې یې لابراتوار ته استولي چې معلومه شي، مرکزي مشکوک کس همدا دی.
پولیس وايي د ماشومې زینب له بدنه تر لاسه شوې ډي این بېلګې د دغه کس له ډین اې سره ورته والي ښيي او ثابتوی چې پر ټولو اتو ماشومو نجونو دغه سړي جنسي تېری کړی او وژلې یې دي.
د روانې جنورۍ میاشتې پر څلورمه نېټه د پنجاب قصور ښار کې د زینب مړی موندل شوی و، چې له جنسي تېري وروسته وژل شوې وه او له هغه وروسته پاکستان کې د پېښې خلاف پراخ احتجاجونه وشول او چارواکو پلټنې پیل کړې.