تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اووه کلنې زينب د وژنې په تور يو کس نيول شوى
- Author, اظهارالله
- دنده, بي بي سي پېښور
د پاکستان پنجاب ايالت پوليسو وياند وايي يو تن يې د اووه کلنې زينب انصاري د وژنې او پر نوموړې د جنسې تيري په تور نيولى دى. چارواکي ټاکل شوې نن وروسته د پنجاب ايالت اعلى وزير په دې تړاو له رسنيو سره خبرې وکړي.
د پنجاب ايالتي حکومت وياند رسنيو سره په خبرو کې ويلي د زينب د وژنې په تور نيول شوى کس وړاندې هم د پوليسو له لوري نيول شوى و چې له اښتنو پوښتنو وروسته يې پرېښى و.
زينب انصاري د روانې مياشتې په لومړيو کې د پنجاب "قصور" ښار کې لادرکه شوه او څو ورځې وروسته يې مړى په خځلو کې وموندل شو.
د زينب د وژنې له امله د پاکستان پر لر او بر کې احتجاجونه وشول او د پاکستان سترې محکمې په خپله دغې قضيې ته کتنې ژمنه وکړه.
د پنجاب ايالتي حکومت وياند رسنيو سره په خبرو کې ويلي د زينب د وژنې په تور نيول شوى کس وړاندې هم د پوليسو له لوري نيول شوى و چې له اښتنو پوښتنو وروسته يې پرېښى و.