پېغلې زدکوونکې په سیند له تېرېدلو منع شوې

د عکس سرچینه، Science Photo Library
د ګانا په یوه سیمه کې زدکوونکې د حیض یا میاشتنۍ ناروغۍ او د سې شنبې په ورځ پر افن سیند له تېرېدلو منع شوې.
دا بندیز د ځايي سیند (افن) د دیوتا (الاهې) له خوا انګېرل کېږي، خو د ماشومانو د حقونو ملاتړې ادارې پرې اعتراض کوي.
دوی وایي، چې زدکوونکې ښوونځي ته د تللو لپاره پر دغه سیند له تېرېدلو پرته بله لار نه لري.
د دوی په خبره، په منځنۍ ګانا کې د دې بندیز له امله نجونې له زدکړو پاتې کېږي.
ګانا کې له څه مهال راهیسې نجونې د میاشتنۍ ناروغۍ پر مهال ښوونځي ته د تللو لپاره هڅېږي.
د ملګرو ملتونو یونیسکو اداره وايي، ګانا کې له لسو حیض لرونکو نجونو یوه ښوونځي ته نه ځي.
نړیوال بانک وايي، په دغه هېواد کې یوولس میلیونه پنځه لکه مېرمنو ته د مېندوارۍ پر مهال مناسبې اسانتیاوې نه وي.
د یونیسکو د ښځو روغتیا استازې مسلم الحسن له بي بي سي سره خبرو کې وویل، پر سیند د تېرېدلو بندیز د نجونو د زدکړو حق تر پښو لاندې کول دي:
"داسې ښکاري چې دا الهې ډېرې ځواکمنې دي داسې نه ده"؟
د منځنۍ سیمې وزیر کوامینا ډنکن وايي، په دې تړاو د اشانتي سیمې له وزیر سره خبرې کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
افن سیند د ګانا منځنۍ سیمې او اشانتي سره بېلوي.
په دغه سیمه کې د مېندوارۍ اړوند ځینې انګېرنې شته.
د مدغاسکر په ځینې سیمو کې هم مېرمنې په مېندوارې کې لمبلی نه شي.
د نېپال په ځینې سیمو کې ښځې د مېندوارۍ په مهال یواځې اوسېدلو ته مجبورېږي.








