سړي د مېندوارۍ د مخنیوي درمل ولې نه خوښوي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
نارینه وو ته له یوې مودې راهیسې د مېندوارۍ د مخنیوي ګولیو خبره کېږي، اوس دا خیال پر حقیقت بدلېږي، ځکه په هند کې ډاکټرانو د مېندوارۍ د مخنیوي دا ډول درمل تیار کړي دي.
د مېندوارۍ د مخنیوي دا درمل د پیچکارۍ یا انجکشن په شکل دي او د یو رپوټ له مخې، د رېسګ په نوم دا دارو د کانډوم(پوکڼۍ) په څېر اغېزناک دي.
د رپوټ له مخې ازموینه یې ډېره اغېزناکه او کارول یې اسان دي.
دا هم ویل کېږي چې د مېندوارۍ د مخنیوي دا دارو د نورو درملو په پرتله ارزان دي. خو بیا هم دا درمل تلپاتې علاج نه دی او حکومتي ادارو کې یې منل هم پاتې دي.
ډاکټران څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ماهران وايي، سره له دې چې ریسګ د مېرمنو بوج کموي او د مېندوارۍ مخنیوی هم په ارزانه لګښت کوي، خو بیا هم طبي کمپنۍ له دې درملو سره لېوالتیا نه لري.
سړیو ته د مېندوارۍ د مخنیوي درمل اوږد تاریخ او ستړيونکي دي، ماهران په دې باور دي، چې د کمپنیو مشران هم دغې مسلې ته اندېښمن دي.
ډاکټر هرجن کویلنګ بیننک د ښځینه ناروغیو متخصص دی. هغه وايي: 'ریښتیا خبره دا ده چې لویې کمپنۍ وايي، سړي به دا درمل کله هم ونه کاروي او دا لویه مسله ده'.
عام فکر دا دی چې سړی د بچي نه زېږولو مسوولیت نه لري، خو اوس دا سوچ ننګول پکار دي.
کمپنۍ هم دا ارزان درمل نه خوښوي

د عکس سرچینه، Getty Images
پر دې سربېره پیسې هم لویه ستونزه ده. باور دا دی چې د رېسګ په نوم دا درمل ارزان دي او په دې سره د درمل جوړولو کمپنیو ګټه نیمايي ته ټیټېږي او د کانډوم بازار هم له خطر سره مخ کوي.
ډاکټر بیننک وايي، بې شکه چې د میندوارۍ مخنیوونکو دغو ارزانو، اسانو او جانبي عوارضو نه درلودونکو درملو ته ښه بازار پیدا کېږي.
د روغتیا نړیوالې ادارې د یو رپوټ له مخې مخ پر وده هېوادونو کې ۲۲۵ میلیونه مېرمنې د مېندوارۍ ځنډول یا بندل غواړي، خو د دې مخنیوي لپاره شته درمل د دوی لپاره بس نه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images








