جرمني: د طبي ازموینې له لارې د کډوالو عمر معلومولو مخالفت

د عکس سرچینه، Getty Images
جرمني کې ډاکټرانو له هغه وړاندیز سره مخالفت کړی، چې وايي د عمر معلومولو لپاره باید کډوال له لازمي طبي ازموینو تېر شي. د جرمني روغتیا پالانو ټولنه وايي، دغه ډول ازموینه له توکمیز پلوه سمه نه ده او ناباوره به وي.
محافظه کارو سیاستوالو ویلي و باید د ځوانو کډوالو د ایکسرو په څېر ازموینه وشي، چې د بېرته شړل کېدو له وېرې عمر له ۱۸ کلنۍ کم و نه ښيي او دروغ و نه وايي.
دغه غوښتنې د یوې نجلۍ له وژل کېدو وروسته ډېرې شوې، چې ادعا کېږي یوه افغان کډوال وژلې ده. تېره اونۍ دغه ۱۵ کلنه نجلۍ سویل لویدیځ جرمني کاندیل سیمه کې د یوه دوکان مخې ته په چاقو وهل شوې او وژل شوې وه.
یو افغان زلمی چې وايي د وژل شوې نجلۍ همځولی دی، د هغې وژنې په تور نیول شوی دی او ادعا کېږي، چې د خپلمنځي اړیکو له خرابیدو وروسته یې پر نجلۍ برید کړی و.
د نجلۍ پلار هغه مهال ویلي و:
دا کېدای نه شي، چې دغه هلک دې یوازې ۱۵ کلن وي... زه هیله من یم، چې له دغه بهیره وروسته به موږ ته د ده سم عمر معلوم شي.
د لومړۍ وزیرې اېنګلا میرکل سي ایس یو سیاسي متحدین وايي، د ټولو هغو ځوانو کډوالو طبي ازموینه باید وشي، چې د عمر په اړه یې شکونه کېږي. دوی وايي د یوې ایکسرې له لارې د هډوکو ودې معلومولو سره سم عمر معلومېدای شي.
خو د جرمن روغتیا پالانو ټولنې مشر فرانک اولریچ مونتګمري له سودیوتچي زیتیونګ سره خبرو کې وايي، دغسې طبي ازموینو کې د تېروتنو ډېر احتمال دی:
''دغه ډول معلومات پیچلي دي، ګران بیه دي او له تېروتنو به ډک وي. ''
نوموړی زیاتوي:
''که غواړو د ټولو کډوالو دغه راز ازموینه وکړو، دا به د دوی په بشري خیر ښېګړه کې مداخله وي. ''
جرمن ماهرین داسې باور کوي، چې ډېر شمېر ځوان کډوال د دې لپاره چې مېشت ځایونه او نور مالي ملاتړ تر لاسه کړي، د خپل عمر په تړاو دروغ وايي او ځان له ۱۸ کلنۍ کم ښيي.
اوسمهال دغه هېواد ته له ورتلونکو کډوالو د عمر په تړاو پوښتنه کېږي او ورته مهال کې د طبي ازموینې له لارې د عمر ثابتولو طریقه هم په اختیاري ډول شته.








