د برلین د نوي کال مراسمو کې مېرمنو ته "امن سیمه" جوړه شوه

ر

د عکس سرچینه، EPA

د جرمني په برلین ښار کې د نوي کال جشن جوړوونکو د اول ځل لپاره د مېرمنو لپاره "امن سیمه" جوړه کړې ده.

د ګډنوالو لپاره دا امنیتي تدبیرونه له هغه وروسته دي چې په دې جشنونو کې د مېرمنو د جنسي ځورونې اندېښنې پورته شوې.

دوه کاله مخکې د جرمني په کلېن ښار کې د نوي کال د جشن پر مهال د مېرمنو د جنسې ځورونې او غلا رپوټونه خپاره شول.

په هغه ښار کې د نوي کال د جشن د پېښو له امله په جرمني کې د کډوالو او پنا غوښتونکو د منلو په هکله ناندرۍ رامنځ ته شوې.

تمه ده چې د یکشنبې په ورځ- د ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نېټه- په لکونو خلک د برلین مراسمو کې ګډون وکړي.

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د دې مراسمو د امنیت لپاره سخت تدبیرونه نیول شوي دي.

ویل کېږي په دې جشن کې به سخت امنیتي تدبیرونه هم وي.

لویې بکسې او الکولي څښوني د جشن په ځای کې منع شوي دي.

د برلین ښار پولیسو له مېرمنو- چې په دې جشن کې ګډون کوي- غوښتي چې د ګواښل کېدو پرمهال مرسته وغواړي.