تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"ټرمپ او سلمان؛ د یوې سکې دوه مخه"!
د الجزایر فوټبال لوبې مینه والو لوی شعارونه لېږدول چې د سعودي د عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له نیم - نیم انځور یې یو انځور جوړ کړی و.
دوی له دغه انځور سره لیکلي وو چې: " two faces of the same coin" (د یوې سکې دوه مخه).
دوی پخپلو شعارونو کې "کور زموږ دی، قدس زموږ دی" شعارونه هم لېږدول، چې دې کار یې د سعودیاتو غوسه پارولې ده.
په دې انځور سره په خواله رسنیو کې ډېر بحثونه پیل شوي.
الجزایر کې د سعودي عربستان سفیر سامي بن عبدالله الصالح په یوه تبصره کې لیکلي: "هغه څه به کوو، چې ښايي".
دغه انځور له فوټبال لوبې وروسته پر خواله رسنیو د سعودیانو او الجزایریانو ترمنځ لانجمن بحثونه هم راپارولي دي.
د سعودي عربستان ځینو وګړو ددغه انځور خپرول د پاچا سلمان سپکاوی ګڼلی.
الجزایریانو بیا له خپل هېواده د سعودي د سفیر د شړلو غوښتنه کړې ده.
دوی ادعا کړې، چې سفیر ځینو الجزایري ځوانانو ته ګواښونه هم کړي دي.