"ټرمپ او سلمان؛ د یوې سکې دوه مخه"!

د الجزایر فوټبال لوبو پرممهال د پاچا سلمان او ټرمپ د مخ نیم - نیم انځور سره یوځای شوی و

د عکس سرچینه، YOUTUBE مجنون سیاسه- MAGNON SYASA

د عکس تشریح، د الجزایر فوټبال لوبو پرممهال د پاچا سلمان او ټرمپ د مخ نیم - نیم انځور سره یوځای شوی و

د الجزایر فوټبال لوبې مینه والو لوی شعارونه لېږدول چې د سعودي د عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له نیم - نیم انځور یې یو انځور جوړ کړی و.

دوی له دغه انځور سره لیکلي وو چې: " two faces of the same coin" (د یوې سکې دوه مخه).

دوی پخپلو شعارونو کې "کور زموږ دی، قدس زموږ دی" شعارونه هم لېږدول، چې دې کار یې د سعودیاتو غوسه پارولې ده.

په دې انځور سره په خواله رسنیو کې ډېر بحثونه پیل شوي.

الجزایر کې د سعودي عربستان سفیر سامي بن عبدالله الصالح په یوه تبصره کې لیکلي: "هغه څه به کوو، چې ښايي".

دغه انځور له فوټبال لوبې وروسته پر خواله رسنیو د سعودیانو او الجزایریانو ترمنځ لانجمن بحثونه هم راپارولي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 1

د سعودي عربستان ځینو وګړو ددغه انځور خپرول د پاچا سلمان سپکاوی ګڼلی.

الجزایریانو بیا له خپل هېواده د سعودي د سفیر د شړلو غوښتنه کړې ده.

دوی ادعا کړې، چې سفیر ځینو الجزایري ځوانانو ته ګواښونه هم کړي دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای, 2