جان نېکلسن: د پاکستان دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکایی قوماندان جنرال جان نېکلسن وايي، د افغانستان او سیمې په تړاو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې پالیسۍ له اعلان وروسته د پاکستان دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او د ترهګرو پټنځایونو برخه کې یې مرسته نه ده ډېره شوې.
د سي این این رپوټ کې ویل شوي کله چې د اورپکو پټنځایونو له منځه وړلو په تړاو له نوموړي پوښتنه وشوه، بروکسل کې د ناټو دفاع وزیرانو له غونډې وروسته جنرال نېکلسن یوې خبرې غونډې ته وویل:
''نه، ما د دوی په چلند کې هېڅ بدلون نه دی لیدلی.''
نوموړي زیاته کړه:
''پاکستان د هغو ترهګرو پر ضد سخته جګړه وکړه او ډېر زیان یې ولید، چې د دوی حکومت ته یې توجه وه او اوس موږ له دوی غواړو هغو ترهګرو ته پام وکړي، چې پر افغانستان بریدونه کوي او پر ائتلاف بریدونه کوي.''
نېکلسن دغه راز ویلي، چې هېواد یې د هغه څه په اړه ښکاره تګلاره لري، چې غواړي پرې لاړ شي او دوی هیله من دي، چې راتلونکو اونیو یا میاشتو کې به یو شمېر بدلونونه ولیدل شي.
له دې مخکې د پنجشنبې پر ورځ د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو له غونډې وروسته خبریالانو سره خبرو کې د امریکا متحدو ایالتونو دفاع وزیر جېمس مټیس ویلي، هېواد یې له نړیوالې ټولنې غواړي د افغان طالبانو پر ضد د اقداماتو لپاره پاکستان وهڅوي:
''څرګنده ده، داسې لارې چارې شته، چې موږ پاکستان نازولای شو او داسې لارې شته، چې له دوی سره حساب کول باوري کوي. موږ به له پاکستان سره په شریکه کار وکړو، چې دغه څه عملي شي.''
تېره میاشت د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستاني پوځ په لاس له وسلوالو د پنځو بهرنیو وګړو تر خوشي کېدو وروسته د پاکستان ستاینه کړې وه او ویلي یې و، چې دا پرمختیا د اواشنګټن- اسلام اباد اړیکو کې ښه شېبه ده.
ولسمشر ټرمپ ویلي و د پاکستان دا همکاري ښيي چې په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره د سپینې ماڼۍ غوښتنې مني. نوموړی دغه راز له پاکستانه د نوې همکارۍ هیله کړې وه:
"موږ د نورو تښتول شوو کسانو په خوشي کولو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې د داسې مرستې او ګډ کار هیله لرو."
نیویارک ټایمز ورځپاڼې بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په هکله په یوه مطلب کې لیکلي چې د امریکا په سیاست کې له بدلون او دې هوډ وروسته چې طالبانو ته به ماتې ورکوي ناټو افغانستان ته د اضافي پوځیانو د استولو پرېکړه کړې ده.
ورځپاڼه د ناټو د سرمنشي ینز سټولټنبرګ له خولې لیکي چې دا پرېکړه یې په دې هدف شوې چې د افغانستان حکومت په جګړه کې په ټپه ولاړ حالت مات کړي او طالبانو ته دا پیغام ورکړي چې د جګړې په ډګر کې نه شي بریالي کېدای.

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي سټولټنبرګ ویلي پلان داسې دی، چې افغانستان کې د ناټو ځواکونو شمېر له ۱۳۰۰۰ نه ۱۶۰۰۰ ته ډېر شي او دې کې نیمايي پوځیان له امریکا پرته د نورو غړو هېوادونو وي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ناټو د یوه چارواکي له خولې ویلي، افغانستان ته به د اضافي پوځیانو استول د ۲۰۱۸ له پیل سره پیل شي.








