د ناټو راپور: پاکستان له افغان طالبانو سره مخامخ مرسته کوي

بي بي سي د طالبانو د حالت په اړه د ناټو يو راوتلى پټ سند تر لاسه کړى دى.
دا رپوټ د نړيوالو ځواکونو او افغان حکومت لپاره ځورونکي مطالب لري.
په رپوټ کې ادعا شوې چې طالبان د پخوا په څېر نه ايلېدونکي دي، مخامخ ورسره د پاکستان ملاتړ دى او افغان ولس ورسره پراخه خواخوږي لري.
په کابل کې د بي بي سي خبريال کوېنټن سمروېل وايي دا رپوټ په لومړي ځل د پاکستان د پوځي استخباراتو – آى اېس آى او طالبانو اړيکي په بشپړ ډول بربنډوي.
رپوټ آن دا تور لگوي هغه ياغيان چې د امريکاييانو او افغانانو په وژنه کې ښکېل دي، د پاکستان د استخباراتو په څنگ کې اوسي.
امريکا وايي له اوږدې مودې يې د ځينو اورپکو ډلو او د پاکستان په استخباراتو کې د ځينو کسانو پر اړيکو اندېښنه درلوده.
دا رپوټ د ټولو ٢٧ زرو نيول شويو کسانو له ډلې څخه، له څلور زرو طالبانو، د القاعدې د غړو او نورو بهرنيو جگړه مارو او ولسي وگړو څخه د تحقيقاتو پر بنسټ چمتو شوى دى.
په رپوټ کې يادونه شوې چې د طالبانو پر لويو مشرانو د پاکستان ولکه له کمېدو پرته پر ځاى پاتې ده.
خو په رپوټ کې راغلي، څرنگه چې دا د تحقيقاتو پر بنسټ چمتو شوى، نو بايد يوازې معلوماتي وبلل شي او نه څېړنيز.
رپوټ وايي، د نړيوالو له دې تگلارې سره سره چې د افغانستان امنيت په خپلو پوځونو خوندي کړي، د طالبانو او افغان پوليسو او پوځ ترمنځ پراخه همکاري شته.
په رپوټ کې دغه راز له طالبانو سره د افغان ولس ژوره خواخوږي هم روښانه شوې ده.

په هغه کې راغلي چې ولسي افغانان په زياتېدونکي ډول د طالبانو واک په حکومت کې د فساد له امله، تر حکومتي واکمنۍ غوره بولي.
په رپوټ کې دغه راز د القاعدې د زور د کمېدو، خو د طالبانو دا د ډېرېدو يو انځور وړاندې شوى دى.
رپوټ داسې شواهد هم وړاندې کوي چې طالبان په ځينو سيمو کې د خپلو بريدونو د کمولو له لارې د ناټو وتل لا چټکوي او وروسته د ولسي خواخوږۍ د راماتولو لپاره تبلغيات پيلوي.
په رپوټ کې راغلي له هغو سيمو چې د آيساف ځواکونه وتلي، د طالبانو اغېز په کې ډېر شوى او حکومتي ځواکونه په کې يا هېڅ مقاومت نه کوي، يا يې مقاومت ډېر لږ دى.








