"له پاکستان سره کېدونکې مرستې د امریکا د اندېښنو پر لمنځه وړو مشروطې دي"

ارشیف

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, سمیع الله موسی‌زی
    • دنده, بي بي سي، لندن

پاکستان ټوډی ورځپاڼه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې له قوله لیکي، له پاکستان سره په راتلونکې کېدونکې شونې پوځي مرستې په دې شرط کیږي چې دغه هېواد له ترهګرۍ سره په جګړه کې څومره د امریکا اصلي اندېښنو ته پام کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د امریکا د نوې کړنلارې له اعلانه درې میاشتې تېرې شوې، خو لا هم امریکا او د نړیوال ایتلاف غړي هېوادونه په دې هڅه کې دي چې افغانستان ته غوښتل شوي اضافي سرتیري چمتو کړي.

ورځپاڼه زیاتوي، یوازې کم شمیر روزونکي پر دندو ګومارل شوي خو په مقابل کې وسله والو په پخواني حالت کې نه دي.

خو ورځپاڼه په افغانستان کې د نړیوالو او امریکايي ځواکونو د قوماندان جنرال جان نیکولس له قوله لیکي، د لږ شمیر سرتیرو او روزونکو په لرلو سره د روان کال تر دې دمه د مخالفینو په وړاندې جنګیدلي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼه د ښاغلي نیکولسن له قوله زیاتوي چې د اضافي غوښتل شویو سرتیرو یوازې شل سلنه استول شوي دي.

د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې بهرنیو سلاکارانو ته اړتیا ډیره لېدل کیږي، په تېره د هوايي ځواک د روزنې په برخه کې.

نیویارک ټایمز لیکي جنرال نیکولسن په دې نظر دی چې په دې برخه کې خصوصي قرار دادیان هم د ځینې نیمګړتیاوو د پوره کولو لپاره وکاروي.

خو دی وايي هیله لري چې د خصوصي قراردادیانو ګومارلو ته اړ نه شي.

ایویننګ سټنډرډ ورځپاڼه

بریتانوۍ ورځپاڼه ایویننګ سټنډرډ په دغه هېواد د سخت دریځۍ د ستونزې پراخېدو ته په اشارې سره وايي، هغه نهه کلن ماشوم چې په ښوونځي کې یې د داعش ډلې بیرق پورته کړی و ، ویلی د دغې ډلې له خوا د ځینو کسانو د مرۍ پرې کولو وېډیو ګانې یې لیدلي دي.

ورځپاڼه لیکي دغه ماشوم د هغو زرګونو ماشومانو له ډلې یو دی چې عمرونه یې له پنځلسو کلونو کم دی او سخت دریځۍ ته یې مخه کړې ده.

ورځپاڼه زیاتوي په دې ډله کې پنځه سوه نجونې دي.

د بریتانیا حکومت د سخت دریځۍ د مخنیوي لپاره یو پروګرام هم پيل کړی.

انډیپنډینټ ورځپاڼه

انډیپنډینټ په یوه مطلب کې لیکي د لبنان د لومړي وزیر سعد الحریري استعفا هغسې نه ده لکه چې په رپوټونو کې ویل کیږي.

د مطلب لیکوال رابرټ فیسک وايي سعودي ته تګ وړاندې ښاغلي الحریري د استعفا نیت نه درلود او په پام کې و چې د نړۍ وال بانک او نړۍ وال وجهي صندوقه له چارواکو سره وګوري.

لیکوال ادعا کوي سعد الحریري سعودي ته غوښتل شوی او ورته ویل شوي چې پاچا سلمان غواړي او په عاجله له ده سره ګوري، وايي کله چې دی د ریاض هوايي ډګر ته ورسید سعودي پولیس د ده الوتکه محاصره کړه د ده اود ده د همکارانو ټلفونونو یې واخستل ، او نورو سره یې د دغه اړیکې پرې کړې. وروسته سعد الحریري په یوه تلویزیوني وینا کې خپله استعفا اعلان کړي. د مطلب لیکوال په دې نظر دی چې د ده په استعفا سره سعودي وغوښتل چې د لبنان حکومت چې دریمه برخه یې حزب ال ډله تشکیلوي ړنګ کړي او دغه ډلې یو سیاسي ګزار رورکړي.

سعد الحریري د سعودي عربستان تابعیت لري او ټوله کورنۍ یې په دغه هېواد کې اوسیږي.

شرق اوسط ورځپاڼه

له لندنه خپرېدونکې ورځپاڼه شرق اوسط په یوه مطلب کې لیکي د سعودي ټولنې د بدلون بهیر ډیر چټک روان دی. د مطلب لیکوال وايي څو کاله وړاندې یې په یوه غونډه کې د اوسني ولیعهد محمد بن سلمان خبرې واوریدې چې خپل راتلونکي پلانونه یې تشریح کول. لیکوال وايي ده محمد بن سلمان ته وویل ستا خبرې او پلاونه ښه او عملي دي خو شرایط ورته نه دي برابر او په داسې یو حالت کې دی لکه په یوه زاړه موټر چې تیز او اوږد مزل کول غواړي چې لیکوال وايي اشاره د سعودي حکومتي له وخته تېر نظام ته وه، خو زیاتوي ولیعهد ورته وویل خپل مزل به سرته رسوي که دې زاړه موټر رفتار نه شو کولی نو خامخا به یې بدلوي.