د امریکا کولوراډو یوه پلورنځي کې ډزو ۳ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا کولوراډو ایالت ډنفر ښار پولیسو ویلي، د ولمرټ پلورنځي د ننه ډزو لږترلږه درې کسان وژلي دي.
د ډنفر شمال ختیځ تورنټون پولیسو پر ټویټر لیکلي: "په پېښه کې د دوو کسانو وژنه تایید شوې، یوه ښځه هم لګېدلې چې روغتون ته تر رسولو وروسته مړه شوې."
پولیسو وړاندې پېښه کې د مرګ ژوبلې اوښتو او د پېښې له ځایه د خلکود لیرې ګرځېدو سپارښتنه کړې وه.
سیمه ییزو تلوېزیونونو د پېښې انځورونه خپاره کړي دي.
دا پېښه څو اونۍ وروسته تر هغې پېښې شوې چې لاس ویګاس کې یوه کس لږترلږه ۵۸ کسان په ډزو ووژل.
دا د امریکا په تاریخ کې په ډزو د وژنو تر ټولو خونړۍ پېښه وه.
تر ټولو تازه پېښه وړمه ورځ د امریکا نیویارک منهاټن کې وه، چې یوه ازبکستاني پر پلي خلکو موټر وروست او اته کسان یې ووژل.
د امریکا د یوې څېړنې له مخې، امریکا هر کال په ډزو د وژنو د ۳۳ زره پېښو شاهده ده.











