د طالبانو تر برید ۵ کاله وروسته ملالې د پوهنتون درس پیل کړی

د عکس سرچینه، Reuters
ګڼ کسان تر پوهنتوني درسونو پورې ډېرې لوړې او ژورې ګالي، خو د ملالې یوسفزۍ په څېر ډېر کم کسان بیا دا اوږد سفر لنډوي.
نن (اکتوبر لسمه) په نړیواله کچه د زدکړې مشهورې کمپاین کوونکې ملالې یوسفزۍ پر خپل ټویټر اکسفورډ پوهنتون کې د لومړي درس یو انځور خپور کړی.
ټیک پنځه کاله وړاندې پاکستان کې اورپکو پر ملالې یوسفزۍ برید وکړ او د هغې سر یې سخت ټپي کړ.
د سولې نوبل جایزې ۲۰ کلنه ګټونکې په تېره اګسټ میاشت کې لېډي مارګرېټ هال کالج کې د فلسفې، سیاست او اقتصاد درسونه پیل کړل.
ملاله په ۲۰۱۲ کال له ښوونځي نه کور ته پر لاره د اورپکو تر برید لاندې راغله. هغې به د طالبانو تر واک لاندې سیمه کې د ژوند په اړه په مستعار نامه لیکنې کولې.
ملالې پر ټویټر لیکلي: پنځه کاله وړاندې، د نجونو د تعلیم غږ پورته کولو د درولو په هڅه پر ما برید وشو. نن، ما اکسفورډ پوهنتون کې خپل لومړی سبق پیل کړ."
نوموړې په تېر جولای کې د ښوونځي تر ختمولو وروسته دغه پوهنتون کې شامله شوه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
په څو دقیقو کې د هغې دا انځور تر ۱۰۰۰۰ ډېر ځلې شریک شوی او د نړۍ له لروبره هغې ته د ښو چارو هیله شوې ده.
یوې ټویټر کاروونکې لیکلي: "ښې چارې. تاسو هرې نجلۍ ته یو ښه الهام یاست".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
یوه بل کاروونکي لیکلي: "مبارک مو شه ملالې. تاسو په دې نړۍ کې ښځو او موږ ټولو ته د هیلې الهام یاست. له پوهنتون مو خوند واخلئ".
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 3
ملاله د مرګونو ټپونو له رغېدا وروسته له خپلې کورنۍ سره د بریتانیا برمینګهام ته ولېږدېده.
ملالې یوسفزۍ ته په ۲۰۱۷ کال د ملګرو ملتونو د سولې ترټولو ځوانې سفیرې لقب ورکړل شو.








