ملاله یوسفزۍ د اکسفورډ پوهنتون محصله شوه

ملاله یوسفزۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ۱۹ کلنه ملاله یوسفزۍ ۲۰۱۲ کال کې خپل ټاټوبي سوات کې وسله والو طالبانو پر سر په ډزو وویشته

ملالې یوسفزي ته اکسفورډ پوهنتون کې داخله ورکړل شوې ده. ملالې د اې لیول 'د کانکور معادل ' ازموینو د پایلو له اعلانه وروسته په یوه ټویټر پیغام کې په دې اړه لیکلي دي او نورو زده کونکو ته یې هم د بریا مبارکي ویلې. ملاله به د فلسفې، سیاست او اقتصاد زده کړې تر لاسه کړې.

۱۹ کلنه ملاله یوسفزۍ ۲۰۱۲ کال کې خپل ټاټوبي سوات کې وسله والو طالبانو پر سر په ډزو وویشته او سخته یې ټپي کړه.

نوموړې هغه مهال د نجونو زده کړو لپاره کمپاین کاوه. پر سوات د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ملالې د ګل مکۍ په نوم د سخت دریځو تر واک لاندې د ژوند ناخوالو په اړه بي بي سي ته کالم لیکه.

وروسته وسله والو ملاله هغه مهال په نښه کړه، چې له ښوونځي نه کور ته پر لاره وه.

په هغه برید کې دوې نورې زده کونکې نجونې هم له ملالې سره یو ځای ټپیانې شوې وې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

ملاله یوسفزۍ له هغه وروسته د درملنې لپاره له کورنۍ سره یو ځای د برتانیا برمنګهم ته لاړه او اوس هم هلته اوسي. تېره مارچ میاشت کې هغې ویلي و، د برتانیا یوه پوهنتون ورته ویلي، که ازموینو کې درې اې ګانې تر لاسه کړي، دوی به داخله ورکړي.