"پاکستان هرڅه د امریکا د فشار له کبله کوي"

باجوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، باجوه: نړۍ دې موږ د خپلې ناکامۍ مسوول نه بولي

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د نویو پرمختګونو په اړه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼه وایي، کله چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه تېره اوونۍ کابل ته په رسمي سفر ولاړ نو پوره هڅه یې وکړه چې د افغان چارواکو غوسه سړه کړي او په دې لړ کې یې د افغان پوځ د روزولو وړاندیز هم وکړ.

په ځواب کې یې د افغان دولت غبرګون او اعلامیه هم نرمه وه او هیله څرګنده شوه چې د دواړو هېوادونو په خپلمنځي اړیکو کې یو نوی څپرکی پيلېدونکی دی.

خو واشنګټن پوسټ لیکي چې ګڼ شمېر افغانان او د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان پر دې ژمنو باور نه کوي او وایي چې پاکستان دا هر څه د امریکایي فشار د راکمولو او له اصلي ستونزې د پام اړولو لپاره کوي.

ورځپاڼه لیکي چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو نوي تکتیکونه پيل کړي. د بېلګې په توګه دوی په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر وخت له قربانیانو سره خواخوږي ښیي، د ډیورڼډ پر کرښه یې د پوځي چورلکو ګزمې ډېرې کړي او پر کرښه د دېوال جوړولو چاره یې هم ګړندۍ کړې.

خو واشنګټن پوسټ لیکي چې دا ځل آن امریکایي چارواکي هم دې ته چمتو نه دي چې په اسانۍ سره پر پاکستان باور وکړي او داسې ښکاري چې په راتلونکو ورځو کې به پر اسلام اباد فشار لا ډېر شي.

د افغانستان اوسنی وضعیت له پامه نشي غورځېدلی

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی علي دا هم مني چې په تېرو کلونو کې وسله والو طالبانو لا ډېرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي.

د انګلستان ډېلي مېل ورځپاڼه د ایټالیا د پارلمان د یوه غړي له خولې لیکي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې، یعنې کله چې د ناټو ډېری ځواکونه له افغانستانه ووتل، په دې هېواد کې ترهګري ډېره شوې او دې خبرې د ناټو غړي هېوادونه اندېښمن کړي دي.

دا څرګندونې د ناټو پاولو علي کړې دي، چې د ناټو پارلماني اسمبلۍ کې د ګډون لپاره بوخارست ته ورغلی. نوموړي ویلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت له پامه نشي غورځېدلی او دا حقیقت دی چې د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په دې هېواد کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

ښاغلی علي دا هم مني چې په تېرو کلونو کې وسله والو طالبانو لا ډېرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي. دی په دې باور دی چې په افغانستان کې اوسنی امنیتي وضعیت د دې لامل شوی چې ګڼ شمېر افغانان له هېواده تېښتې ته اړ شي.

ورځپاڼه لیکي، د اروپایي چارواکو دا اندېښنه په داسې وخت کې رامخې ته کېږي چې امریکا پر ناټو هېوادونو غږ کړی چې په افغان جګړه کې یو ځل بیا فعالې ونډې ته چمتو شي، او هلته د ځواکونو د ور لېږلو لپاره هم چمتو والی نیسي.

ورځپاڼه زیاتوي چې هر اروپایي هېواد به پخپله دا پرېکړه کوي چې د افغانستان په جګړه کې په څه ډول او په کومه کچه برخه اخلي.

حسن اقبال

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ښاغلي اقبال تېر ماښام په یوه جلا خبري کانفرانس کې ټینګار وکړ چې یوازې دولت کولی شي دا پرېکړه وکړي چې یو وګړی مسلمانان دی او که نه دی.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال هغه څرګندونې راخیستي چې وایي، یوازې دولت دا حق او اجازه لري چې په هېواد کې د جهاد اعلان او امر وکړي.

نوموړي دا څرګندنې تېره ورځ د پاکستان ملي اسمبلۍ ته په خپله وینا کړې وکړې.

ښاغلي اقبال وویل، ځیني خلک غواړي چې پاکستان د جګړې په ډګر بدل کړي. دوی غواړي چې د یو نسل یا قوم خلک د بل قوم پر ضد را وپاروي.

ورځپاڼه لیکي چې د کورنیو چارو وزیر دا څرګندونې د هغو فتواګانو په غبرګون کې دي چې په پاکستان کې د ننه یو شمېر ډلو دې وروستیو کې پر خواله رسنیو د یو بل پر ضد اعلان کړي.

د کورنیو چارو وزیر تېره ورځ وویل، که هر مذهبي مشر او په هره کوڅه کې هر ملا د فتوا ورکولو حق ولري نو ډېر ژر د پاکستان په هره کوڅه کې د وینو ډنډونه وبهېږي.

ښاغلي اقبال تېر ماښام په یوه جلا خبري کانفرانس کې ټینګار وکړ چې یوازې دولت کولی شي دا پرېکړه وکړي چې یو وګړی مسلمانان دی او که نه دی.

ډان ورځپاڼه وایي، په دې وروستیو کې پاکستان کې مېشتو د قادیاني مذهب د پيروانو پر سر یو ځل بیا ناندرۍ پيل شوي دي.