د روهېنګیا کړکېچ: میانمار د ملګرو ملتونو د پلاوي لیدنه رد کړه

ملګري ملتونه وايي، د میانمار چارواکو یې د پلاوي هغه سفر رد کړی چې پتېیل شوې وه له رخاین ولایت څخه د روهېنګیا مسلمانانو د ډله ییزې کډوالۍ د عواملو د ارزولو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړي‎.

دا له اګسټ راهیسې چې په میانمار کې د روهېنګیا مسلمانانو پر وړاندې تاوتریخوالی پیل شوی، دغه هېواد ته د ملګرو ملتونو د پلاوي لومړی پلان شوی سفر و.

د میانمار له رخاین ولایت څخه د ملګرو ملتونو مرستندویه ډله وروسته له هغه په زور وایستل شوه چې د میانمار ځواکونو په هغو روهېنګیا وسله والو پسې لټه پیل کړه چې پر پوځي ځایونو به یې بریدونه کول.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند یانګان بي بي سي ته ویلي، د میانمار چارواکو د دوی د پلاوي د سفر د لغوه کولو په اړه نور جزيیات نه دي ور کړي.

ملګري ملتونه هڅه کوي د میانمار له رخاین ولایت څخه د هغو ۴۰۰ زرو روهېنګیا مسلمانانو د کډوالۍ عوامل وڅېړي چې له یوې میاشتې په کمه موده کې بنګله دېش ته کډه شول.

هغه روهېنګیا مسلمانان چې بنګله دېش ته اوښتي، د میانمار ځواکونه تورنوي چې د بودايي سختدریځو په ملتیا د دوی د وهلو، وژلو او کورکلي د سوځولو هڅه کوي.

له سیمې په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د روهېنګیا مسلمانانو څو کلیو ته اور اچول شوی دی.

خو د میانمار ځواکونه بیا وايي، دوی یوازې په روهېنګیا سختدریځو وسله والو پسې لټه کوي.

د دوی په خبره د روانې اونۍ په لومړیو کې یې د بودایانو یو ۴۵ کسیز ډله ییز قبر موندلې چې روهېنګیا سختدریځو وژلي دي.

له رخاین ولایت د وضعیت سمې ارزونه ځکه ستونزمنه ده چې د میانمار ځواکونو له خوا سیمې ته هر ډول تګ راتګ په کلکه څارل کېږي.

په سیمه کې د بشري مرسته رسوونکي وايي، بنګله دېش ته پر کډه شویو روهېنګیایانو سر بېره یو شمېر روهېنګیایان په رخاین کې ځايي کډوال شوي چې د خوراکي توکو، درملو او سرپنا له کمښت سره مخامخ دي.