تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
لس چارې چې په دوبۍ کې یې باید ونه کړئ
دوبۍ کې چارواکو یو برتانوی سړی له دې کبله نیولی، چې وايي عام محضر کې یې نامناسبې اشارې کولې.
ویل کېږي دغه سړي چې جمیل احمد مقدم نومېږي، د سړک پر سر د خپل ګاډي چلوونکي ته د ګوتې اشاره کوله. که پر نوموړي لګېدلی تور ثابت شي، ښايي زنداني شي.
که جمیل احمد د دبۍ له قوانینو خبر واي، ښايي له دغسې ستونزمن حالت سره نه وای لاس او ګریوان شوی.
دوبۍ کې نامناسبې اشارې یا حرکتونه د زنداني کېدو لامل کېدای شي.
متحدو عربي اماراتو کې دغه راز یو شمېر محدودیتونه شته دي او که په ځانګړې توګه په دوبۍ کې ژوند کوئ، باید له دغو محدودیتونو ځان خبر کړئ.
بندیزونه
- هېڅکله او هېڅوک د نامناسبو حرکتونو یا اشارو اجازه نه لري.
- د هوټلونو په یوه خونه کې بې واده نارینه او ښځینه یو ځای نه شي اوسېدای.
- له واده پرته جنسي اړیکي سخت ممنوع دي.
- په عام محضر کې ښکولول هم منع دي.
- نارینه وو ته د ښځینه کالیو اغوستلو اجازه نه شته او نه شي کولای ظاهري بڼه د ښځینه وو په څېر جوړه کوي. تنګ کالي اغوستل ممنوع بلل کېږي.
- پر خواله رسنیو د بې ادبه ژبې لیکلو اجازه نه شته.
- همجنس پرستي ممنوع ده.
- په عام محضر کې او یا په لارو کوڅو کې د شرابو څښلو اجازه نه شته.
- د روژې میاشت کې هېڅوک اجازه نه لري، چې په عام محضر کې او په ځانګړې توګه د روژه لرونکو کسانو پر وړاندې خوراک، څښاک وکړي.
- له اجازې پرته هېڅوک نه شي کولای د ښځې تصویر واخلي.