سریلانکايي مقعد کې یوه کیلو طلا قاچاقوله

سریلانکايي چارواکي وايي، یو سړی یې نیولی، چې پخپل مقعد کې یې کابو یو کیلو د سرو زرو ګاڼو قاچاق کولو هڅه کوله.

د ګمرک چارواکو ویلي، دغه ګاڼه چې وزن یې دقیقاً ۹۰۴ ګرامه دی، کابو ۲۹ زره او څلور سوه ډالر ارزښت لري.

۴۵ کلن مشکوک هند ته د سفر کولو هوډ درلود، خو کولمبو نړیوال هوايي ډګر کې ونیول شو.

په وروستیو کلونو کې په ورته ډول د سرو زرو د قاچاق کولو پېښې رامنځ ته شوې دي.

قاچاق کوونکي معمولاً د دوبۍ او سنګاپور په څېر له هېوادونو څخه نسبتاً ارزان بیه طلا هند ته قاچاق کوي. او هلته یې په لوړ قیمت خرڅوي.

د سريلانکا د ګمرک یوه چارواکي بي بي سي ته وویل، هغوی ځکه پر دغه سړي شک وکړ، چې د نورو خلکو برعکس پرلار شوار شوار روان و چې وروسته یې په بدن کې فلزي توکي په ډاګه شول.

سرچینه وايي، نیول شوي سړي دا ګاڼه پلاستیک کې په ډېر مهارت پېچلي او بیا یې په خپل مقعد کې اېښي وو.

یوه اونۍ وړاندې هم یوه سریلانکايۍ ښځه چې هند ته یې سفر کاوه، له ۳۱۴ ګلامه طلا سره ونیول شوه، چې هغې هم پخپل مقعد کې ځای پرځای کړي وو.