تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د نړۍ تر ټولو کوچنۍ پاچاهي
په نړۍ کې د لویو پاچاهیو یا امپراتوریو خبرې کېږي. وايي د برتانیا پاچاهي کې لمر نه ډوبېده، د چنګېز واکمني هم له چین تر هند غځېدلې وه.
خو موږ د نړۍ پر کوچنۍ پاچاهۍ خبرې کوو.
داسې پاچاهي چې ۱۱ کسان یې وګړي دي.
داسې پاچا چې خپلې کښتۍ او هوټل پخپله چلوي. نېکر اغونځي او سینډل پښو کوي.
دا په زړه پورې پاچاهي ټاولرا پاچاهي یا کنګډم اف ټاولرا نومېږي.
د ایټالیا له سارډینیا ولایت سره روم سمندرګي کې یو داسې خورا کوچنی ټاپو ده چې پاچاهي پکې شته.
هغه هم دومره مخکې چې لا ایټالیا هم د ځمکې په مخ د هېواد په توګه نه وه جوړه شوې.
د ټاولرا پاچاهي په اصل کې ټالرا نوم دی او پر یوه کوچني ټاپو خوره ده، اوږده او ساره یې هم پنځه کیلومتر مربع دي.
د دې سلطنت د پاچا نوم ایتونیو برتلوني دی.
که تاسو ټاولرا ته لاړ شئ، نو هلته د پاچا ایتونیو برتلوني پیدا کول درته ستونزمنېږي، د پاچا په څېر نه ښکاري، نه یې جامې او نه د ژوند ډول پاچایانو ته ورته دی.
ټاولرا پاچايي سږ کال ۱۸۰ کلیزه لمانځي.
دا مهال په یوه ټاپو کې د یوې پاچاهۍ خبره ټوکې ښکاري، خو د دې پاچاهۍ خلک او پاچا ایتونیو برتلوني په دې تړاو ښه پوهېږي.
هغه د څو پښتونو تاریخ درته وايي.
د برتلوني په خبره، د هغه د غور نیکه غور نیګه ګیسپ برتلوني پر ۱۸۰۷ له دوو خوندو سره واده وکړ او له اسټرالیا وتښتېد.
هغه مهال ایټالیا هېواد نه و، بلکې ولایت یې سارډینیا یې یوه ځانګړې پاچاهي درلوده.
دلته ودونه منع و، ځکه ګیسپ برتلوني وتښتېد او دغه ټاپو کې یې ژوند پیل کړ.
هغه په اصل کې د جنیوا ښار اوسېدونکی و، ګیسپ ته ډېر ژر په دغه ټاپو کې د سرو زرو غاښ لرونکو وزو پته ولګېده.
دا په نړۍ کې د خپل ډول بې سارې وزې دي او د دې وزو یاد یې تر سارډینیا ورساوه.
د سارډینیا پاچا کارلو البرټو د دې وزو د لیدلو او ښکار لپاره ټاولرا ټاپو ته لاړ.
دا د ۱۸۳۶ کال خبره ده، د ګیسپ زوی پاولو له کارلو البرټو سره د وزو په ښکار کې مرسته وکړه او پر ټول ټاپو یې وګرځاوه.
ایتونیو وايي، کله چې د سارډینیا پاچا البرټو دې ټاپو ته ورسېد، نو ویې ویل، دی د سارډینیا پاچا دی.
په ځواب کې د ده غور نیکه پاولو ورته وویل، چې زه هم د ټاولرا پاچا یم.
کارلو البرټو په ټاولرا کې له دریو ورځو تېرولو وروسته هېواد ته ستون شو او هلته یې د فرمان په صادرلو سره وویل، چې ټاولرا د سارډینیا د پاچاهۍ برخه نه ده.
له دې وروسته پاولو برتلوني خپله پاچاهي اعلان کړه.
هغه مهال په دغه ټاپو کې ۳۳ کسان اوسېدل، او پاولو د ۳۳ کسانو پاچا شو.
پاولو له مرګ مخکې شاهي هدیره جوړه کړه، هغه وصیت وکړ چې کله وفات شي، نو پر مزار یې یو تاج هم ولګوئ.
هیښوونکې خبره دا ده چې پاولو برتلوني په ژوند کې کله هم تاج پر سر کړی نه و.
وروسته د ټاولرا د پاچایانو کیسه په ټول روم سمندرګي کې خپره شوه.
۱۹ پېړۍ کې د برتانیا ملکې ویکټوریا د نړۍ د ټولو پاچایانو سره د انځور اخیستلو هڅه وکړه.
په چورلکه کې ټاولرا ټاپو ته هم لاړه او د دې ځای له شاهي کورنۍ سره یې هم انځور واخیست.
د هغه مهال انځور په کلونو کلونو د برتانیا په بکنګم ماڼۍ کې ځوړند و.
اوس هغه تصویر د ایتونیو برتلوني په هوټلونو کې هم ځوړند دی.
پر ۱۹۶۲ کال دلته د ناټو پوځي اډې په جوړېدلو پسې د دې پاچاهۍ خپلواکي ختم شوه.
په ډېره سیمه کې یې پر تګ راتګ بندیز ولګېد، خو ایټالیا کله هم په زور د ټاولرا ټاپو د خپلولو هڅه ونه کړه، مګر د نړۍ یو هېواد هم ټاولرا په رسمیت نه پېژني.
د ټاولرا پاچا ایتونیو او د هغه د کورنۍ خلک له ایټالیا سره د تګ راتګ لپاره بېړۍ کاروي.
ډېر سیلانیان دغې وړې پاچاهۍ ته د چکر لپاره ورځي، دوی تر ډېره د دې ځای د وزو او یو نایاب باز د لیدلو لپاره شیبې شمېري.
د ټاولرا شاوخوا سمندر کې ډېر سمندري ځناور شته.
ایتونیو او د هغه یو وراره بېړۍ چلوي، د هغه بل وراره په سمندر کې کبان او بل هم نور څیزونه ښکاروي.
دلته ښکار شوي شیان په ټاپو کې په یواځني هوټل کې پخېږي او سیلانیانو ته ور کول کېږي.
ایتونیو وايي، پر ټاولرا حکومت د کورني میراث په څېر دی.
دغه ټاپو ته د سیلانیانو په ور زیاتېدلو سره د دوی عاید هم زیاتېږي. خو دوی خپله د ساده خلکو ژوند خوښوي.
ایتونیو د ورځې سهار اته بجې د کورنۍ هدیرې ته ځي، د خپلې مېرمنې پر مزار ګلونه اېښودل له هرڅه ډېر خوښوي او دا ګلونه هم پلاستیکي دي.
ایتونیو وايي، وزې طبیعي ګلان خوري. په هدیره کې د برتلوني د کورنۍ ټول غړي ښخ دي.
خو د ایتونیو او د هغه ټول خپلوان د ایټالیا وګړي دي.
یو وخت نوموړي غوښتل، چې پاچاهي یې په رسمیت وپېژندل شي، خو وروسته یې دا خیال پرېښود.
هغه وايي، چې دومره لوی ټاپو ور سره وي، نو نور دود او رواج ته څه اړتیا ده.