ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د رایو په اتفاق پر شمالي کوریا د نویو بندیزونو له لګولو سره هوکړه وکړه.
دا پرېکړه لیک د شمالي کوریا د تېل او ګاز واردات محدودوي او د دغه هېواد د ټوکر صادرات هم بندوي.
ویل کېږي روسیې او چین له هغه وروسته دې بندیزونو تاییدولو ته زړه ښه کړ چې امریکا په پرېکړه لیک کې نرمي راوسته.
د دې بندیزونو موخه د شمالي کوریا د حکومت هغه مالي عاید زیانمنول دي چې د اتومي پروګرام او بالستیک توغندي د پرمختګ لپاره ورته اړتیا لري.
لوېدیځ ډيپلوماټان هیله من دي چې پر شمالي کوریا د بندیزونو زیاتول به د پیونګ یانګ د اتومي پروګرام د سیاسي حل لپاره یوه لار پیدا کړي.
امریکا جګړه نه غواړي

د عکس سرچینه، Getty Images
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نېکې هیلې وویل، امریکا له شمالي کوریا سره جګړه نه غواړي او پیونګ "تراوسه تر نه ستنېدونکي ټکي پورې رسېدلی نه دی".
هغې د نوي پرېکړه لیک له تصویب وروسته وویل:
"که دغه هېواد د اتومي پروګرام ځنډول ومني، خپل راتلونکی جوړولی شي، که زباده کړي چې سوله ییز ژوند کولی شي، نو نړۍ هم له دغه هېواد سره سولې ته رسېدلی شي".
نوموړې دا هم وویل چې "دا وروستی پرېکړه لیک د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د چینايي سیال شي جن پینګ له نږدې اړیکو پرته ناشونی و".
د ډونلډ ټرمپ حکومت د شمالي کوریا د پېزوانولو یا مهارولو لپاره پر چین ډېر فشار اچولی دی.
ډونلډ ټرمپ په وروستیو کې دا خبرداری هم ور کړ چې واشنګټن به له هر هغه هېواد سوداګریز اړیکي وځنډوي چې له شمالي کوریا سره معامله کوي.
شپږ ازموینې

د عکس سرچینه، Getty Images
شمالي کوریا اونۍ وړاندې د شپږم ځل لپاره اتومي ازموینه وکړه.
پیونګ یانګ مدعي دی چې هایدروجني بم یې جوړ کړی او په ځلونو یې امریکا په اتومي کوپړیو ګواښلې ده.
په ملګرو ملتونو کې د چین سفیر لیو جیي له شمالي کوریا وغوښتل چې نوی پرېکړه لیک "مهم وبولي" او پر ټولو اړخونو یې غږ وکړ چې "ارام اوسي".
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا هم وویل چې د روسیې او چین نوښت ته کم پام کول به "لویه تېروتنه وي".
دغه دواړه هېوادونه د شمالي کوریا د اتومي او توغندیزو ازموینو او د امریکا او سوېلي کوریا د پوځي مانورو بندېدل غواړي.
نهم ځل بندیزونه

د عکس سرچینه، Getty Images
له ۲۰۰۶ کال راهیسې دا نهم ځل دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر شمالي کوریا بندیزونه لګوي.
د کوریا د پانګونې هڅوونکې اداره وايي، پر ۲۰۱۶ کال د ډبرو سکرو او نورو کاني موادو وروسته منسوجات یا ټوکر اړوند توکي د شمالي کوریا دویم ډېر صادرېدونکي مواد دي چې ارزښت یې ۷۵۲ میلیون ډالرو ته رسېږي.
نږدې ۸۰ سلنه دا توکي چین ته صادرېږي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې دا پرېکړه لیک د رسوبي ګاز او طبیعي اوبلن ګاز پر صادرولو بندیز لګوي، د چاڼ شویو محصولاتو صادرات دوو میلیون بشکو ته په کال کې ټیټوي او شمالي کوریا ته د خامو تېلو صادرات په خپل حال ساتي.
یو امریکايي چارواکی وايي، شمالي کوریا دمګړۍ ۴،۵ میلیون بشکې چاڼ شوي محصولات او ۴ میلیون بشکې خام تېل واردوي.
شمالي کوریا ډېری خام تېل له چین ترلاسه کوي.
یو بل امریکايي چارواکی له واشنګټن پوسټ سره په خبرو کې وايي، چې دا مهال د شمالي کوریا له ۹۰ سلنه ډېر رپوټ شوي صادرات د بندیزونو له خطر سره مخ دي.
امریکا غوښتل له دې ډېر بندیزونه ولګوي، خو د چین او روسیې د ملګري کولو لپاره یې دا بندیزونه نرم کړل.








