د قطر او سعودي ترمنځ د ناندریو تازه پړاو

د عکس سرچینه، AFP
د قطر او سعودي عربستان د چارواکو ترمنځ له هغه وروسته د تازه ناندرۍ پیل شوي چې د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو پخپل منځ کې ټیلیفوني خبرې وکړې.
د سعودي عربستان چارواکو ویلي، قطري امیر ورته د خبرو وړاندیز کړی خو قطر وايي، دا ټیلیفوني خبرې د امریکايي ولسمشر په منځګړتوب شوي او په وینا یې د خبرو اترو لپاره د پلاوي دټاکلو وړاندیز هم د سعودي شهزاده له خوا شوی و.
د قطر د امیر او د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان ترمنځ د ټیلیفوني خبرو او د قطر له خوا د خبرو اترو د وړاندیز خبر لومړی د سعودي عربستان رسمي دولتي خبري اژانس خپور کړی. د دغه اژانس په رپوټ کې ویل شوي چې د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني ولیعهد محمد بن سلمان ته ټلفون وکړ او د اختلافاتو د حل لپاره یې د خبرو وړاندیز وکړی.
د سعودي عربستان خبري اژانس ویلي تمیم بن حمد تیاری وښوده چې د سعودي عربستان په ګډون د څلورو عربي هېوادونو د غوښتنو په اړه خبرو ته تیار دی داسې خبرې چې د ټولو په ګټه وي. دغې سعودي سرچیني ویلي سعودي عربستان به له متحده عربي اماراتو ، بحرین او مصر سره له مشورو وروسته د دغو خبرو تفصیل په ډاګه کړي.
خو د دغو ټیلیفوني خبرو په اړه د قطر د خبري دولتي اژانس په رپوټ کې ویل شوي چې ټیلیفوني خبري د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځتګړیتوب شوې دي او دا چې د سعودي ولیعهد د قطر له امیره غوښتي چې د خبرو لپاره خپل استازي وټاکي او خبرې باید داسې وي چې د هېوادونو له ملي حاکمیت سره په ټکر کې نه وي.
خو دغو څرګندونو په ظاهره د سعودي عربستان غصه پارولې او سمدستي یې له قطر سره د خبرو لپاره هر ډول اړیکي پرې کوي، تر هغه چې قطر دولت د خبرو په اړه خپل رسمي دریځ په واضحه توګه نه وي جوت کړی.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه شوی ویل شوي ، د قطر خبري اژانس له ولیعهد محمد بن سلمان سره د خبرو په اړه ناسم معلومات خپاره کړي، او هیڅ واقعیت نه لري. خبري اژانس زیاته کړې د یادې شوې ټیلیفوني مکالمې تحریف ښيي چې قطر د خبرو هوډ نه لري او د تېر په څېر د نه منلو کړنلاره یې خپله کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
له دې یوه ورځ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ د کویټ له امیر سره په خبري ناسته کې د قطر او څلورو عربي هېوادونو ترمنځ د شخړي د هواري لپاره منځګړتوب وکړي. هغه ډاډ ښودلی و چې د ده هڅې به بریالۍ شي.
د ښاغلي ټرمپ پخوانی سلاکار ولید فارس بي بي سي ته وویل د خبرو د پیل لپاره په کار ده چې دواړه لوري په خپلو دریځو کې نرمښت راولي.
قطر او سعودي عربستان د خبرو د پيل او د ستونزې د هواري له پاره خپل دریځونه نه دي نرم کړي. په تېره دا چې د ځینو سرچینو د وینا له مخې قطر باید په دوه موضوع ګانو کې خپل دریځ بدل کړي چې هغه له ایران سره اړیکي چې امریکا ته هم ارزښت لري او بله له اخوان المسلمین سره د اړیکو خبره ده چې مصر ، اماراتو او نورو هېوادونو ته ارزښت لري.
قطر په سیمه کې د امریکا يي ځواکونو د تر ټولو لویې هوايي اډې او د طالبانو د دفتر کوربه هم دی. امریکا له ګوانتنامو زندانه د څو تنو طالب مشرانو له خوشې کولو وروسته هغوی قطر ته وسپارل.
شاوخوا درې میاشتې وړاندې درې خلیجو هېوادونو سعودي عربستان ، بحرین او متحده عربي اماراتو او مصر له قطر سره دپلوماتیکې اړیکې پرې کړې او ځینې بندیزونه یې پرې ولګول. دغو هېوادونو پر قطر تور ولګاوه چې د سختو دریځو او ترهګرو ملاتړ کوي. خو قطر دغه تورونه ردکړي دي.

د عکس سرچینه، Reuters









