'جهادي' ټوکو الوتکه دوه ساعته وځنډوله

د عکس سرچینه، PA
د بلجیم نارینه وو یوې ډلې الوتکه کې ټوکې کولې، چې ګواکې جهادیان دي او بمونه ورسره دي او له کبله یې له برسلز نه مادرید ته تلونکې الوتکه دوه ساعته وځنډول شوه. د چارواکو په وینا پولیسو الوتکه تالاشي کړه او په کې ناست کسان یې بهر ته وایستل.
چارواکو ویلي داسې معلومېږي دغو سړیو د شنبې پر ګهیځ وختي د ریان اير الوتکې ته د ختلو پر مهال نشه کړې وه. له دوی نه یو سړي چارواکو له ځان سره بیولی او داسې ګومان کېږي، چې د چټکې محاکمې له بهیره به تېر شي.
د ځايي پولیسو ویاند پېټر ډې وایلي وې ټي ایم نیوز خبرې شبکې ته ویلي:
''د الوتنې مشر افسر په الوتکه کې د نهو کسانو له لېږدولو انکار کړی دی. له دغو سړیو نه یوه د لیونیانو په څېر ټوکې کولې او (الله اکبر) نارې یې وهلې. ''
د دغه ښار په میټرو تم ځای کې د ۲۰۱۶ کال په اپریل میاشت کې له شوي برید راهیسې د هوايي ډګر لپاره کلک امنیتي تدبیرونه شوي دي.
ریان ایر له دې مخکې په سختو ټکو ویلي و الوتکو کې یې د نشه یانو نا مناسبه رویه او یا له اصولو سر غړونه ورته د منلو نه ده. د دغه شرکت په الوتکو کې مخکې برتانیا کې ځینې پېښې شوې دي.
تېره میاشت دغه شرکت د برتانیا له هوايي ډګرونو وغوښتل چې د دوه ګلاسه الکولي مشروب اجازه پلي کړي.

د عکس سرچینه، E:PA
دغه غوښتنه د بي بي سي له هغه څېړنیز رپوټه وروسته شوې وه، چې په کې ویل شوي و، په یوه کال کې د نشه کوونکو مساپرو د نیول کېدو پېښې ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.
د الوت پر مهال دغه شرکت پر برتانویانو وار له مخه د بې ګمرکه شرابو څښلو بندیز لګولی دی. په یوه سروې کې چې د الوتکو له خدمه کسانو پکې پوښتنې شوې، له نیمايي ډېرو ویلي چې د برتانیا هوايي ډګرونو کې د نشه یانو له نامناسب چلند سره مخامخ شوي دي.









