الوتکه کې لړم یو سړی چیچلی

د عکس سرچینه، .
یوه کاناډايي سړي ادعا کړې، چې د یونایټیډ ایرلاین هوايي شرکت الوتکه کې د سفر پر مهال لړم چیچلی دی.
ریچارډ بیل ویلي، د دغه هوايي شرکت الوتکې بزنس کلاس کې یې د امریکا له ټیکساسه د کاناډا کالګارې ته سفر کاوه، چې لړم د ډوډۍ خوړلو پر مهال د الوتکې له پاسنۍ المارۍ د ده پر سر راولوېد.
نوموړی وايي، کله یې چې لړم ته لاس وروړ، ویې چیچه. هوايي شرکت د تاوان ورکول منلي دي.
دغه پېښه د یکشنبې پر ورځ د دغه هوايي شرکت په یوه الوتکه کې له څوکۍ په زوره د یوه مساپر له شړلو سره هممهاله شوې.
هغه ۶۹ کلن ویتنامي الاصله امریکایی مساپر ډاکټر ډېوېډ داوو هغه مهال په کشولو له خپلې څوکۍ کوز کړل شو، چې د عملې یوه کس ته یې له څوکۍ پرېښوولو انکار کړی و.
ډاکټر داوو په هغه پېښه کې دوه مخکیني غاښونه له لاسه ورکړل، پزه یې ماته شوه او د لنډ مهال لپاره بې هوښه و.
د سي بي سي رپوټ کې ویل شوي کالګارې کې د الوتکې له کېناستو وروسته ډېوېډ بیل روغتون ته لېږدول شوی او له درملنې وروسته کور ته ستون شوی دی.
نوموړي ویلي د هوايي شرکت خلاف محکمې ته نه ځي، ځکه د تاوان په توګه یې د وړیا هوايي سفر وړاندیز ورته کړی.
خو د ډاکټر داوو قضیه کې د نوموړي مدافع وکیلانو له محکمې غوښتي، چې د هوايي شرکت چارواکي باید د دوشنبې پر ورځ محکمې ته له وړاندې کېدو مخکې ټول ثبوتونه وساتي.
نوموړی د چهارشنبې پر ورځ د شکاګو له یوه روغتونه کور ته ستون شوی او وکیلان یې وايي، جراحي عملیات به یې کېږي.








