سرگې لاوروف: د امريکا نوې افغان تگلاره "ناکاره" ده

سرگې لاوروف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سرگې لاوروف: د امريکا افغان تگلاره ناکاره ده

د روسيې بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف افغانستان لپاره د امريکا نوې تگلاره "خواشينونکې او ناکاره" بللې ده.

ښاغلي لاوروف په مسکو کې يوې خبرې ناستې ته وويل "خواشينى يم چې د واشنگټن له لوري نوې اعلان شوې تگلاره د زور پر کارونې ورټوله ده."

ښاغلي لاوروف زياته کړه دا کړنلاره گټه نلري.

د امريکا بهرنيو چارو وزير رېکس تېلرسن تېره سه شنبه پر روسيې تور پورې کړى و چې طالبانو ته وسلې ورکوي. ښاغلي تېلرسن وويل د روسيې دا کړنه له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې ده.

خو ښاغلي لاوروف په خپلو څرگندونو کې طالبانو ته د وسلو ورکړې تورونه رد کړل او وې ويل "دا لومړى ځل نه دى چې پر موږ طالبانو ته د وسلې ورکولو تور پورې کېږي خو لا هم يو ثبوت نه دى وړاندې شوى."

خواجه آصف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه آصف

بل لوري ته د پاکستان بهرنيو چارو وزير خواجه آصف وايي امريکا ته يې خپل پلان کړى سفر ځنډولى دى.

د امريکا متحدو ايالتونو ته د دغه پاکستاني وزير سفر ځنډېدا اعلان دوه ورځې وروسته له هغه مخې ته راځي، چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په تړاو خپلې نوې تگلارې کې پرپاکستان نيوکې وکړې او وې ويل چې ترهگرو ته پټنځي برابروي.

خو پاکستان دا تورونه رد کړي او وايي د خبرو اترو له لارې د افغان شخړې اوارولو لپاره يې له امريکا او افغانستان سره کار کړى.