د پل بیا رغونې لپاره دوو کسانو خپل کور پلورلی

د عکس سرچینه، YOUTUBE/ALTAI MOUNTAINS NEWS
روسیې کې دوو کسانو د دې لپاره خپل کور، موټر او ګاراج پلورلي ، چې پر سیند د پاسه یو ځوړند پل بیا ورغوي.
د "کمسمولسکایا پراودا" نومې خبرې شبکې رپوټ کې ویل شوي، چې یوري واسیلیف او یوګني لوین د روسیې ختیځ التای سیمه کې د هغه پله بیا رغونې لپاره چې د سیلاب له کبله نژدې شړېدلی و، لس میلیونه روبله لګولي دي.
دغو دواړو کسانو د پل بیا رغونې کار وار له مخه پای ته رسولی او له ځايي خلکو یې غوښتي وو، چې سلا مشوره کې ورسره مرسته وکړي.
دغه راز یې له ودانیز شرکته غوښتي وو، چې د دوی د کار څارنه وکړي. دواړو کسانو ویلي، پر "کوتون" سیند دغه تړل شوي سیند ته له هغه وروسته پام لږ شو، چې پخوانی څښتن یې ډیوالي شو.
روسیې کې دوو کسانو د دې لپاره خپل کور، موټر او ګاراج پلورلي ، چې پر سیند د پاسه یو ځوړند پل بیا ورغوي.
ښاغلي واسیلیف "ټي ژورنال" نومې خبرې پاڼې ته ویلي:
''د دغه پله حالت خواشینونکی او له شرمه ډک و، ځکه دغه پل یو خپل تاریخ لري. د التايي ودانیزو چارو یوه غوره بېلګه وه او موږ یې له همدې امله د بیا رغونې تکل وکړ. ''
دوی د پل بشپړې بیا رغونې وس نه درلود. مخکې به ګاډي هم پر دغه پله تېرېدل، خو اوس یوازې پلي کسان کولای شي، پرې وګرځي.
بل لور ته خواله رسنیو کې هم خلک د دغه پله بیا رغونې په موضوع کې پر دوو ډلو وېشل شوي دي.
د روسیې "وکنتاکته" نومې ټولنېزې شبکې لږ کاروونکو د پله بیا رغونه ناسم کار بللی دی، خو بل لور ته ۴۵ اعشاریه نهه کسانو د دوی دغه هڅه ستایلې ده.
ځینو خلکو بیا د پله رغوونکو پر نیت شکونه څرګند کړي دي. په دې اړه د یوې مقالې لوستونکي په تونده لهجه لیکلي: هو، یو دور، یو تاریخ، دا یوازې یو پل نه دی، بلکې (یوه) کوزه ده(دوی ته پېسې ګټي) ''
خو دواړه کسان وايي، هدف یې د پېسو ګټل نه و. واسیلیف ویلي:
''پېسه مهمه نه ده، ما غوښتل یو مهم خدمت وکړم او خپل خلک د دوی له تاریخه خبر کړم. ''

د عکس سرچینه، NATALIA VEZHLIVTSEVA








