پاکستان: اپوزېسیون ګوندونو د نوازشریف د نااهلۍ پرېکړې هرکلی کړی

پاکستان کې اپوزېسیون ګوندونو د نوازشریف نااهلۍ پرېکړې هرکلی کړی دی. عمران خان او شیخ رشید ویلي، له نوازشریف سره یې شخصي ستونزه نه درلوده او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو زوی بلاول بوټو ویلي، حکومت باید خپل ټاکلی وخت بشپړ کړي.

عمران خان اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې وویل، له نوازشریف سره شخصي ستونزه نه لري، خو په وینا یې، د خپل هېواد لپاره د الله تعالی شکر ادا کوم، چې دغه هېواد د عدل او نصاف لپاره جوړ شوی و.

نوموړي زیاته کړه د دغه هېواد د ښه راتلونکي لپاره باید زورور هم د قانون له منګولو خلاص پاتې نه شي.

بل لور ته د پاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو ویلي، ګوند یې د دې پرېکړې هرکلی کوي او د سترې محکمې پرېکړې سره به هېواد ته ګټه ورسېږي. نوموړی وايي، پارلمان باید خپله موده بشپړه کړي او دوی به له اپوزېسیون ګوندونو سره له سلا مشورې وروسته د لومړي وزارت لپاره کاندید رامخکې کړي.

د خپل ګوند له غونډې وروسته رسنیو سره خبرو کې نوموړي له ټولو لوریو غوښتي، چې د سترې محکمې پرېکړه ومني.

د بلاول په خبره نوازشریف متاسفانه په خپله خوښه استعفا و نه کړه او نه هم په خپل وخت ځواب ورکولو ته رامخکې شو، چې دې سره یې د پارلمان له لوري د رامنځته شویو قوانینو سرغړونه وکړه.

د پاکستان عوامي لیګ ګوند مشر شیخ رشید هم د سترې محکمې دغه پرېکړه ستایلې ده.

نوموړي ویلي، د نوازشریف قضیه پای ته رسېدلي او موږ له چا سره شخصي ستونزه نه لرو.