تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د پاکستان د لومړي وزیر په شتمنيو او ګټو کې توپیر دی"
- Author, خدای نور ناصر
- دنده, بي بي سي، اسلام اباد
د پاکستان د سترې محکمې په امر د دغه هېواد د لومړي وزیر ضد د درغلیو څېړنډله وايي، د نوازشریف په شتمنيو او ګټو کې "توپير" دی.
دوی وايي چې د نواز شريف او د هغه د زامنو ضد دې د درغلیو تورونه نور هم وڅېړل شي.
د ښاغلي شریف ضد دغه ډلې د پاکستان د سترې محکمې په امر شاوخوا دوې مياشتې وړاندې څېړنې پېل کړې وې.
د لومړي وزیر ضد د درغلیو څېړنډلې په خبره له لسیزو راهیسې د نوازشریف د کورنۍ ګټې دومره نه دي، لکه چې دمګړۍ په پاکستان کې دننه او بهر شتمنۍ لري.
دغې ډلې چې خپل رپوټ یې شاوخوا دوه نیمې مياشتې وروسته نن دوشنبه (۱۰ جون) د پاکستان سترې محکمې ته ورکړ، په دې موده کې يې له ښاغلي نوازشریف، د هغه له دوو زامنو، یوې لور، ورور، زوم او ځينو وزیرانو پوښتنې کړې، چې وايي، د دوی د ځينو پوښتنو ځوابونه ډاډمن نه و.
خو د پاکستان واکمن مسلم لیګ ن ګوند دغه رپوټ رد کړی او دا هر څه يې د دوی ضد سیاسي غچ بللی دی.
په دغه هېواد کې د اپوزيسيون یو مشر عمران خان چې د همدې درغلیو ضد يې لاریونونه او احتجاجونه کړي، تر دې رپوټ وروسته له رسنیو سره په خبرو کې لومړی وزیر نوازشریف پړ وباله او غوښتنه يې وکړه، چې له خپلې دندې استعفا وکړي.
ښاغلي خان وویل، د لومړي وزیر نوازشریف د درغلیو تورونو ضد يې له پارلمانه احتجاج پېل کړ او بیا تر کوڅو او ان سترې محکمې لاړ، چې په خبره يې لومړي وزیر له هرې لارې ورته خنډونه جوړول.
عمران خان زیاتوي، نوازشریف باید دوې مياشتې وړاندې هغه مهال استعفا ورکړې وای، چې د پاکستان د سترې محکمې په پنځو قاضيانو کې دوو د هغه ضد بیانونه ورکړل او پاتې دريو يې د ښاغلي شریف ضد د نورو پلټنو غوښتنه وکړه.
د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف او کورنۍ ضد د ۲۰۱۳ميلادي کال تر ټولټاکنو سمدستي وروسته د درغلیو تورونه پورې شول او پر ضد يې د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د هېواد په لر او بر کې احتجاجونه وشول.
د ښاغلي شریف ګوند دا هرڅه د ډيموکراسۍ ضد ګام بولي او د عمران خان تر شا د پاکستان پوځ پر پټ ملاتړ تورنوي.
د پاکستان سترې محکمې دغه اورېدنې تر راتلونکې دوشنبې ځنډولې او راتلونکې دوشنبه به بیا هم هلته په دې اورېدنه کېږي.