د پاکستان د لومړي وزیر لور د پلټنو کمیسيون ته حاضره شوه

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي، اسلام اباد

په پاکستان کې واکمنه د نوازشریف ډله وايي، په دغه هېواد کې د ډيموکراسۍ ضد قوتونه غواړي د درغلیو پر تور ښاغلی شریف کمزوری کړي. خو ددغه هیواد د اپوزیسيون ګوندونه بیا د واکمن ګوند دا تورونه بې ځایه بولي.

که څه هم په پاکستان کې د ۲۰۱۳م عیسوي کال تر ټول ټاکنو وروسته د عمران خان په مشرۍ کې د اپوزیسيون ځينو ګوندونو لاریونونه پېل کړل او د ښاغلي شریف رجیم د نسکورېدا هڅه يې وکړه، چې وروسته دغه لاریونونه د ښاغلي شریف ضد د درغلیو په تورونه بدل شوو.

د درغلیو دغو تورونه وروسته له هغه زور واخیست، چې تېر کال له پانامه نه په ډاګیزه شويو اسنادو کې د لومړي وزیر نوازشریف او کورنۍ نومونه راغلل، چې په بهر کې يې ځينه شتمنۍ پټې ساتلې دي.

تېر کال د اپوزیسيون ګوندونو په غوښتنه د پاکستان سترې محکمې د لومړي وزیر نوازشریف ضد د درغلیو قضیه پېل کړه، چې د روان کال د اپريل مياشتې پر ۲۰مې نېټې يې بیا سترې محکمې د پلټنو د فیدرالي کمیسيون د جوړېدو امر ورکړ.

ياد کمیسيون ته تر اوسه پورې خپله لومړی وزیر نوازشریف یو ځل، لور مریم نوازشریف یو ځل، يو زوي حسین نواز اووه ځله، بل زوی حسن نواز درې ځله، ورور شهبازشریف او زوم صفدر هم یو يو ځل حاضر شوي دي.

د پاکستان شاوخوا ټولو رسنیو نن چارشنبه د لومړي وزیر د لور مریم نوازشریف کميسيون ته په حاضرېدو خبرونه ورکول. ځينې رسنۍ يې په حق کې او ځينه يې بیا پر ضد خبرونه خپروي.

دې کمیسيون ته حاضرېدو وروسته د لومړي وزیر لور مریم نواز له رسنيو سره په خبرو کې ویلي، د هغو ټولو پوښتنو ځوابونه يې ورکړل، چې د کمیسيون لخوا ورڅخه وشوې.

په پاکستان کې تل د سیاستوالو پر ضد قضيې څېړل شوې، پلټنې شوې او ان څو څو ځله ټاکل شوي لومړي وزیران له خپلو دندو لرې کړل شوي دي. خو ددغه هیواد په تاریخ کې کله هم د کوم پوځي مشر پرضد کومه پرېکړه نه ده شوې.

د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جنرال پرویزمشرف ضد د هغه تر واکمنۍ وروسته پر هغه د پاکستان په ستره محکمه کې د بېل بېل تورونو قضيې پېل شوې، خو ښاغلی مشرف کله هم محکمو ته حاضر نه شو.

د ۲۰۱۴م عیسوي کال په جنورۍ میاشت کې ښاغلی مشرف د اسلام اباد یوې محکمې بللی و، نوموړی له کوره محکمې ته پر لاره وو، چې خپل موټر يې د روغتون خواته چپ کړ او وروسته يې محکمې ته سبب د زړه رنځ وباله.

مریم نواز همدې ته په پام سره وویل، ددې پلار او کورنۍ يې تل د قانون درناوی کړی او د نورو په څېر يې له محکمې د پټېدو لپاره بهانې نه دي جوړې کړې.