تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایزیدۍ پېغله: داعشي جنګیالي شپږ میاشتې راباندې جنسي تېری وکړ
د جرمني په روغتون کې بستري ایزیدۍ پېغله وايي، په عراق کې داعشي جنګيالي پرلپسې شپږ میاشتې پرې جنسي تېری کړی، تر دې چې هغې څو ځلي د ځانوژنې هڅه وکړه.
دغه پېغله (اخلاص) نومېږي. ۱۴ کلنه وه چې داعشي جنګیالیو یې پر کلي یرغل وکړ او دا یې د جنسي کنیزې په توګه له ځان سره برمته کړه.
په ۲۰۱۴ کال په عراق کې د اسلامي دولت نومې ډلې جنګیاليو ټول پام د ایزیدي مذهبي لږکیو پر ځپلو ور ټول و.
ایزیدیان مذهبي لږکیان دي چې له پېړیو دعراق په شمال کې ژوند کوي.
داعشي جنګیالیو د ایزیدي لږکیو نارینه له یوې مخې وژل او ښځینه به یې له ځانونو سره د کنیزو په توګه بېولې.
پېغلې اخلاص یو ځل په (سنجار) نومې سیمه کې د داعشي جنګیالي له منګولو د تېښې هڅه وکړه، خو هڅه یې ناکامه وه.
اغلې اخلاص وايي، یاد داعشي جنګیالي د ۱۵۰ داعشي ښځو له منځه خوښه کړې وه: " هغه له حده وتلی بدرنګه و، دومره خیرن چې ځان به یې بد بوی کاوه، زه دومره ترې ډاره شوې وم چې د هغه خواته کتل هم راته ستونزمن و."
د کډوالو پنډغالی
پېغله اخلاص وايي، یوه ورځ داعشی جنګیالی کوم ځای ته د جګړې لپاره لاړ او دې هم له موکې ګټه واخیسته او له هغه ځایه یې پښې سپکې کړې.
اخلاص تر تېښتې وروسته د کډوالو یوه پنډغالي ته ولېږدول شوه.
اغلې اخلاص له داعشي جنګیالي سره د اسیرېدو د ورځې د کیسې کولو پر مهال وویل، په وچو سترګو درته د هغو ورځو کیسې څنګه وکړم؟، زما اوښکې وچې شوې دي.
اخلاص دمګړۍ د جرمني په یوه روغتون کې بستري ده چې د درملنې تر څنګ ورته لیک لوست هم ور ښوول کېږي.
نوموړې غواړي په راتلونکې کې مدافع وکیله شي.