تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښېمانه داعشي نجلۍ بېرته جرمني ته ستنېدل غواړي
په عراق کې نیول شوې جرمنۍ نجلۍ چې له 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې سره یوځای شوې وهو ویلي، له دغې سخت دریځې ډلې سره پر یوځای کېدو پښېمانه شوې او غواړي بېرته خپلې کورنۍ ته ستنه شي.
د جرمني 'دیر شپیګل' مجلې ویلي، په وروستیو کلونو کې څلور جرمنۍ ښځې له 'اسلامي دولت' ډلې سره یوځای شوې، چې یوه په کې درسیډن ته څېرمه د کوچني ښار پولسنیټز شپاړس کلنه ده، چې اوسمهال د عراق یوه زندان کې بندي ده او د کونسلګرۍ مرسته ورسره کېږي.
په درسیډن کې مشر وکیل لورانټس هاسي ویلي، دا نجلۍ چې خپل نوم 'لینډا ډبلیو' ښيي، د کونسلګرۍ له همکارۍ برخمنه ده، خو د خپل وضعیت په اړه یې یادونه نه ده کړې.
د جرمني خبري رسنیو ویلي له لینډا ډبلیو سره یې د بغداد په یوه پوځي روغتیايي مرکز کې خبرې کړې او وايي غواړي جرمني ته ستنه شي.
خبري رسنیو د هغې له خولې ویلي ''له دې ځایه وتل غواړم، له جګړې لیرې کېدل غواړم، غواړم له ډېرو وسلو او زوږ لیرې واوسم''
دا زیاتوي: ''غواړم خپل هېواد او خپلې کورنۍ ته ستنه شم.''
په کیڼه پښه کې له دغې ټپي شوې نجلۍ سره خبري رسنیو مرکه کړې چې وايي، په ښۍ پښه هم خوږ شوې ده. دې ویلي، پر یوې چورلکې د برید پرمهال ټپي شوه.
لینډا وايي: ''اوس ښه یم.''
د جرمني لویې څارنوالۍ ویلي، تېره اونۍ د رسنیو له لارې خبر شول، چې ګني ۱۶ کلنه نجلۍ د ''اسلامي دولت'' د ملاتړ په تور پوښتل کېږي، دا د هغو پنځو ښځو له ډلې ده، چې د عراق موصل ښار کې نیول شوې دي.
د جرمني چارواکي اوس د جرمني له پولسنیټز نه د لینډا د تري تم کېدو په اړه څېړنه کوي، چې بیا څرنګه دغه نجلۍ د داعش منګولو ته ورسېده.
په درسیډن کې لوی وکیل وویل، ښکاري چې دا نجلۍ عراق او سوریې ته د رسېدو په تکل یو کال وړاندې لومړی ترکیې ته تللې، بیا یې امنیتي چاراکو پل نه دی موندلی، ان تر هغه چې موصل کې یې راڅرګنده شوه.