تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا څارګرې له داعشي قومندان سره واده کړی
د امریکا فدرال پولیسو منلې چې یوې ژباړنې یې سوریه ته تر تلو وروسته د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې له یوه قومندان سره په پټه واده کړی دی.
د ایفبيای د راپور له مخې"دانیلا ګرین" له دغه داعشي قومندان سره تر واده وړاندې کابو شپږ میاشتې رسماً د هغه په څارلو مکلفه وه.
داعشی قومندان له اره المانی رپ سندرغاړی "دنیس کاسپرت" دی، په سوریه کې د کورنیو جګړو له پیلېدو سره سم دغه هېواد ته لاړ او له داعش ډلې سره یو ځای شو.
امریکا په ۲۰۱۵ کال کې د "دنیس کاسپرت" نوم د نړیوالو ترهګرو په ډله کې ور زیات کړ.
نوموړې د داعش ډلې په یوه کمپایني ویډیو کې لیدل کېږي چې یو تازه غوڅ شوی سر یې په لاس کې دی.
دنیس کاسپرت له داعش ډلې سره تر یو ځای کېدو وروسته خپل هنري نوم "دسو داگ" په ابو طلحه الالماني واړاوه.
امریکا یو ځل د نوموړي د وژلو ادعا هم وکړه، خو وروسته یې خپله خبره بېرته واخیسته.
پټ واده
۳۸ کلنه دانیلا ګرین د "ایفبيای" په دفتر کې کار کاوه، په ۲۰۱۴ کال کې دنده ومونده چې خپل پېژند بدل او د یوې المانۍ ژباړنې په توګه کاسپرت وڅاري.
هغه شپږ میاشتې وروسته په پټه سوریې ته لاړه او د داعش د جلب و جذب له مشر "دانیس کاسپرت" سره یې په پټه واده وکړ.
د "سيایناین" د راپور له مخې، اغلې ګرین په ۲۰۱۴ کال کې سوریې ته د خپل سفر په اړه ایفبيای ته دروغ ویلي و.
اغلې ګرین چې په چکسواکیا کې زېږېدلې، سوریې ته د سفر پرمهال یې خپل مدیر ته ویلي وو چې د موروپلار د لیدلو لپاره یې المان ته ځي. د "سيایناین" د راپور له مخې، اغلې ګرین د المان پر ځای نېغ په نېغه ترکیې ته لاړه، د داعش جنګیالیو په مرسته له پولې تېره او په سوریه کې له دنیس کاسپرت سره یو ځای شوه.
نوموړې سوریې ته د سفر پرمهال قانوناً د یوه امریکايي سرتېري ښځه وه. د راپورونو له مخې، هغې سوریې ته له تلو سره سم د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې له دنیس کاسپرت سره نکاح وکړه.
د "ایفبيای" د یادې ژباړنې دوسیه د یوه قاضي په غوښتنه تر اوسه پټه ساتل شوې وه، د تېرې دوشنبې د مې په لومړۍ نېټه یې دوسیه ډاګیزه شوه.
"ما لویه تېروتنه وکړه"
"ایفبيای" ویلي، تر دې پېښې وروسته یې د استخدام په چاره کې بدلون راوستلی دی.
د سيایناین د راپور له مخې، اغلې ګرین له دنیس سره تر واده لږ څه وروسته په تنګ شوه او خپلې ملګرې ته یې ولیکل: "ما لویه تېروتنه وکړه او اوس پکې ګیر یم. یوه ورځ وروسته په بل پیغام کې لیکلی: " زما کار ختم دی، نور نه شم راستنېدای، په بد وضعیت کې یم، نه پوهېږم څومره تاب به یې راوړم، خو اوس ډېره ناوخته ده. "
خو پر دې هر څه سربېره، اغلې ګرین سوریه کې تر یوې میاشتې وخت تېرولو وروسته له دغه هېواده وتښتېده او امریکا ته ستنه شوه.
تر اوسه معلومه نه ده چې هغه څنګه له سوریې وتښتېده، خو څارنوالانو ته یې ویلي، کله چې له دنیس کاسپرت سره وه، نو هغه ته به یې ویل چې د امریکا د "ایفبيای" پولیسو له خوا څارل کېږي.
هغه په ۲۰۱۴ کال کې امریکا ته له رسېدو سره په دوه کاله بند محکومه شوه.
"فاحشه تېروتنه"
هغه د نړیوالې ترهګرۍ په اړه د دروغ ویلو له امله بندي شوې وه.
نوموړې تېر کال له زندانه ازاده شوه او اوس په یوه نومپټي هوټل کې د صفاکارې په توګه کار کوي.
د سيایناین د موندنو له مخې، محکمې د هغې کړنه (فاحشه تېروتنه) بللې او هغه یې د سختې جزا وړ بللې وه، خو په ایفبيای کمې د خپلې ځلاندې کاري مخینې له امله محکمې یو څه تخفیف منلی دی.
د هغې وکیل شانمور سيایناین ته ویلي، موکله یې باهوښه، ژبوره او په ورته وخت کې تېر اېستل کېدونکې ده، پر یادې چارې یې اوس ډېره پښېمانه ده.