تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
قطر د سعودي عربستان غوښتنې رد کړې
د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني ویلي، د سعودي عربستان د غوښتنو نوملړ یې رد کړی، خو زیاته کړې یې ده په مناسبو شرایطو کې یې هېواد خبرو اترو ته چمتو دی.
قطر پر داسې مهال د (سعودي او ملګرو) غوښتنې ردوي چې د سعودي عربستان له خوا قطر ته د شرطونو منلو د ټاکل موهلت دوه ورځې پاتې دي.
سعودي د شرطونو وړاندې کولو پر مهال ویلي وو، که تر لسو ورځو یې قطر شرطونه ومني، نو اړیکې به ور سره عادي حالت ته راولي.
سعودي عربستان، مصر، بحرین، متحده عربي امارات او یو شمېر نورو عربي هېوادونو د تېرې جون په لومړيو کې په دې تور چې قطر په سیمه کې د ناامنۍ لامل دی، له دغه هېواد سره خپل ډيپلوماټیک اړیکي پرې کړل.
قطر د یادو هېوادونو تورونه نه توجیه کېدونکي او بې بنسټه بللي دي.
ویل کېږي د سعودي عربستان او ملګرو له خوا قطر ته د وړاندې شویو ۱۳ شرطونو په ډله کې له ایران سره د اړیکو پرې کول، په قطر کې د ترکي ځواکونو اډه تړل او د الجزیرې تلوېزیون د خپرونو بندول شامل دي.
د راپورونو له مخې، د شرطونو په نوملړ کې له قطر څخه دا هم غوښتل شوي چې د اخوان المسلمین، داعش، القاعده، د لبنان حزب الله او یو شمېر نورې ډلې چې سعودي عربستان او ملګرو یې ترهګرې ډلې بللي، باید سعودي عربستان ته وسپاري.
قطر ویلي، دوی ته وړاندې شوي شرطونه له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ګټور نه دي، بلکې یوازې یې د هېواد د ملي حاکمیت محدودول دي.