تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عربو هېوادونو قطر ته د غوښتنو لست سپارلی
عربي هېوادونو چې له قطر سره په یوه لویه شخړه ښکېل دي هغه هېواد ته د خپلو غوښتنو لیکلړ وسپاره چې د الجزیرې د ټلوېزیوني شبکې بندول هم په کې راځي.
سعودي، عربي متحد اماراتو او نورو دغه راز غوښتنه کړې چې قطر د تُرکیې پوځي اډه وتړي او له ایران سره تړاوونه لږ کړي.
ګاونډیو عربو هېوادو د ترهګرۍ د ملاتړ له تور وروسته تېره میاشت له قطر سره اړیکي پرې کړل.
په قطر کې اوسنی ناورین د روانې میاشتې په پیل کې هله پیل شو چې د سعودي عربستان په ګډون، یو شمېر ګاونډیانو پرې سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.
اوس، همدې هېوادونو قطر ته د خپلو دیارلسو غوښتونو یو لست ورسپارلی.
ورسره یې لس ورځې وخت هم ورکړی چې دا غوښتنې پر ځای کړي. په لست کې یوه غوښتنه د الجزیرې خبري شبکې د بندولو ده.
د قطر ګاونډیان تور لګوي چې الجزیره په سیمه کې د ترهګرو ډلو ویانده شبکه ده. خو د الجزیرې یوه ویاند، جمال الشیال دا تورونه احمقانه وبلل.
ښاغلی الشیال وايي: "د حیرانۍ خبره دا ده چې پر موږ هغه هېوادونه تورونه لګوي چې پخپله یې دا ځیني ترهګرې ډلې رامنځته کړي، او مالي ملاتړ یې کوي. "
ښاغلی الشیال زیاتوي: "د خلکو سترګو ته خاورې ور شیندل اسان کار دی، خو په دې اړه شواهد وړاندې کول ګرانه خبره ده. هېچا زموږ د شبکې پر ضد داسې کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی. ځکه نو د دوی تورونه احمقانه دي".
له قطره د ګاونډیانو یوه بله مهمه غوښتنه په دې هېواد کې د ترکیې د پوځي اډې بندول وو. خو د ترکیې د دفاع وزارت نن دا غوښتنه رد کړه او دا یې د انقرې او دوحې ترمنځ په دوه اړخیزه اړیکو کې لاس وهنه وبلله.
د ترکیې د دفاع وزارت وایي، د هغه تړون پر اساس چې دواړو هېوادونو په ۲۰۱۴ کال کې لاسلیک کړی، ترکیه او قطر باید خپلې پوځي اړیکې نورې هم پراخې کړي.
شنونکي په دې باور دي چې قطر به د ګاونډیانو دې غوښتنو ته غاړه نه ږدي. مطلب دا چې روان سیاسي او اقتصادي بحران ښایي تر یوې مودې دوام وکړي.